دا روږدي کسان له نورو خلکو غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو له استعماله ځان وژغوري.
روح الله په ګردېز او شاوخوا سيمو کې د خوشحاليو په محفلونو کې نږدې يوه لسيزه سندرې وويلې، خو د تېرو څو کلونو راهيسې يې د نشه توکو څکولو ته مخه کړې ده.
د خوست د صبري او يعقوبي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې پدغه ولسوالۍ کې په نشه توکو د روږدو کسانو شمېره مخ په زیاتېدو ده.
دې سره به د ښوونځيو د سرپناه په برخه کې شته ستونزه څه ناڅه هواره شي.
مدني فعالان وايي چې زياتره ښځې په ميراث کې له خپلې ونډې ناخبره دي.
دوی له طالبانو هم غوښتي نور بايد له جنګ نه لاس واخلي.
لاريون کوونکو د مسکو د غونډې پرضد او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول
د ۵۰ ښځو په ګډون ۱۵۰ کسان د حرفوي زده کړو په شپږو مختلفو برخو کې روزل شوي.
صرافان وايي چې د افغانستان بانک له لوري پرې د تازه وضع شويو اصولو مراعاتول ستونزمن دي
د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسيدونکو هوډ کړی چې ددې ولسوالۍ د ډيورنډ کرښې څخه به ساتنه کوي ترڅو پاکستاني ځواکونو ونه شي کولای، د دوی سيمې ته په ورڅېرمه پاتې کرښه اغزن تار ولګوي.
د خوست روغتیایي چارواکي په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍویروس له شتون څخه اندیښنه لري.
طالبانو تیره شپه د زابل د مرکز او د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ ترمنځ د افغان پوځ په یوه قرارګاه او د پکتیکا د خوشامند پرلسوالۍ بریدونه کړي، چې دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله اوړیدلې.
د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د يوې بمي چاودنې له کبله ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې دوی ته د رسيدلو معلوماتو له مخې د دغه ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د هوايي بريد په نتيجه کې ۱۰ ملکيان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپيژندو وسله والو تېره شپه په دې ولايت کې درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي.
په خوست کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د عامه پوهاوي د مسئولين وایي، په دې ولایت کې یو شمیر کورنۍد عقيدوي مسائلو له کبله نه غواړي خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي.
په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي پر طالبانو د هغه هوايي برید په اړه پلټنه کوي چې په کې د نهو افغان پولیسو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
په خوست کې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ په نښته کې ۲۵ کسان ټپيان شوي چې د خوست ښار مختلفو روغتونونو ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې لږ تر لږه ۸ افغان امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ابراهیم رحیمي وايي، د جنازې په مراسمو کې په سلګونو کسانو ګډون کړی وو او د مړو د ښخولو پر وخت سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.
نور پورته کول