د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم ښځو ته د ميراث حق نه ورکول د ښځينه فعالانو ترمنځ د بحث جدي موضوع بلل کيږي. دوی ددې ستونزې د حل لپاره پر اوږدمهاله مبارزه ټينګار کوي.
مدني فعاله ناديه وايي چې زياتره ښځې په ميراث کې له خپلې ونډې ناخبره دي. د هغې په وينا ښځې نه يواځې په ميراث کې خپله ونډه نشي غوښتلی، بلکې پر هغوی د کيدونکي تشدد په اړه غږ هم نشي اوچتولی.
هغې وويل: ”که په لېرې پرتو سيمو کې پر ښځو هرڅومره ډېر تاوتريخوالی وشي، هغه د کلي مشر هم پر ځان نه خبروي. که له حده زيات شي، دومره کيږي چې يواځې له مشرانو سره شريک شي‟.
په دې برخه کې په ټوليز ډول د مسووليت ګوته ډېره دولت او ديني عالمانو ته نيول کېږي، چې ګني په ثروت او سرمايه کې يې د ښځو د ميراث په اړه هيڅ او يا بيخي لږ عامه پوهاوی کړی دی.
په عين وخت کې د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل ددې ستونزه د هواري په مخ کې عمده خنډ حاکم رواجونه بولي. هغه وايي چې د تېر يوه کال په موده کې د ميراث يواځې يوه پېښه دوی ته راجع شوې ده.
د پلرونو له خوا خپلې مېرمنې او اولادونو ته پاتې کيدونکې سرمايه او دولت ميراث بلل کيږي. د اسلام مبارک دين په ميراث کې نارينه او ښځو ته خپله جلا او مشخصه ونډه ټاکلې ده.
په پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت اشنا راديو ته وويل، چې ښځو ته د ميراث په ورکولو سره اسلامي حکم هم پرځای کېږي او د هغوی د اقتصادي ستونزو په حل کې هم مرسته کولای شي.
په ورته وخت کې د پکتيا د استناف محکمې رئيس عطاء الله فکري وايي چې دوی ته د ښځو د ميراث اړوند ډېرې کمې دوسيې ورغلې دي. هغه ښځو ته په ميراث کې د خپلې ونډې پر ورکړې تاکيد کوي.
هغه زياته کړه: ”دغه چې د خور او ترور حق يې په کې پاتې وي دا هغوی ته حراميږي. په اسلام کې ميراث د ښځې حق ګرځول شوی، په دې خاطر چې ثروت او سرمايه تر قيامته پورې پاتې نشي او د يوه غريب کور ته هم لاړه شي‟.
عام نظر هم دا دی چې ښځو ته د خپلو حقونو د ورکړې لپاره لازمه ده، چې د ټولنې نارينه او ښځينه وګړي له خپلو حقونو څخه په لازمه توګه معلومات او پوهاوی ولري.