په خوست کې يو شمېر ځوانانو له دولت نه غوښتي دي چې د مطالعې لپاره ورته پر کتابتونونو پانګونه وکړي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې پرون مازديګر د کابل – ګردېز له لويې لارې نه وسله والو کسانو شاوخوا ۲۰ مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې برمته نيولي دي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ۱۱ افغان امنيتي سرتېري او ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو بریدکوونو ترمنځ جګړه کې ۱۱ کسه وژل شوی دي.
د پکتیا او ننګرهار په ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې په تیرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوگر د ولایتي شورا یو غړي او د طالبانو یو ویاند ویلي چې په لوګر کې افغان حکومتي او يو شمیر طالب چارواکو د کوچني اختر لمونځ په يو جومات کې په ګډه ادا کړی
د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز د موقعيت د انتخاب پرسر د دوو قبيلو ترمنځ وسله واله شخړه کې دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
. دوی ادعا لري چې د تذکرو د وېش ځينې مامورين له خلکو سره ښه برخورد نه کوي
ولسمشر محمد اشرف غني نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشر د مرکزي ولايت لوګر د امنيتي ارزونې او د برېښنا د انتقال پروژې د پرانستنې لپاره دغه ولايت ته تللی دی.
د خوست والي حکم خان حبيبي وايي چې په دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال احمدشاه په وژلو او د يعقوبيو اډې پرجومات په بمي بريد کې ښکېل کسان نيول شوي دي.
د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې نن سهار د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د مهاجرينو په ښارګوټي کې د ښوونځي يوه برخه، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز هم په کې دی، په بمونو الوځول شوې ده.
د خوست د یعقوبیو ولسوالۍ په یو جومات کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په یو مرکز کې د ماین د چاودنې له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي وایي، پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د عامه پوهاوي ځينې مبليغين د واکسين د اهميت په اړه پوره معولومات نه لري او په ځينو مواردو کې د ګوزڼ ضد واکسين څخه انکاري کورنيو ته قناعت نه شي ورکولی.
دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ موټرې چې په سوداګريزو مالونو بار دي، د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړې دي.
خوست چارواکي وايي، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې ځاځي ميدان ولسوالۍ ته څیرمه د ډیورنډ د کرښې په اوږدوکې جنګ دريدلی دی.
د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې تېره شپه دوو ناپېژاندو وسله والو د نجونو د يوه ښوونځي د سوځولو هڅه کړې، خو بريالي شوي نه دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې له يو شمېر وزيرانو سره يو ځای د بيارغونې د يو شمېر پروژو د پرانستنې او له ولسي خلکو سره د ليدنې په موخه نن د خوست ولايت ته تللی دی.
د خوست او غور په ولایتونو کې امنیتي چارواکي وايي، تیره ورځ په دغو دوو ولایتونو کې په چادونو کې درې ماشومان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.
په پښتني ټولنه کې جګ ولور او په ودونو کې زيات لګښت ځوانان له ستونزو سره مخ کړي.
د لوګر يو شمېر سپين ږيرو او قومي مشرانو د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته د شجاعت په نوم د سرو زرو ميډال جوړ او هغه ته يې لېږلی دی.
نور پورته کول