په پکتيا ولايت کې وسله والو طالبانو هغه افغان امنيتي سرتېري خوشي کړل، چې په تېر اګست مياشت يې د دغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د نيولو پرمهال له ځان سره بيولي وو.
ناامنيو له وېرې هلته مامورين دندو ته نه ځي او ضعيت له ستونزو سره مخ کړي دي
د لوګرولایتي چارواکي وايي، د افغان ملي پوځ سرتیرو تیره ورځ د د غه ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې یوولس بهرني وګړي چې د دغه ولایت چارواکي یې چيچنيايي بولي نیولي دي.
په ګردېز کې د مطبعو شمېر مخ پر ډېرېدو دی خو د مطبعو مسوولين وايي چې لاهم د خامو موادو تکيه يې په ايران او پاکستان ده.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل امريکاغږ ته وويل، چې شرفيار منګل ته په دې وروستيو کې د زړه ناروغي پيدا شوې وه او تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل په يوه روغتون کې مړ شو.
د پکتیکا په ولایت کې قومي مشرانو د حکومت نه غوښتي دي چې پدې ولایت کې دې انکشافي پروژې تطبیق شي.
د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو پرمهال يوه هليکوپتره لوېدلې، چې د ځينو سرچينو په وينا ښايي ځاني تلفات ولري.
ولايتي چارواکي وايي، چې نن غرمه مهال د خوست ښار د موبايل تليفونونو په يوه مارکېټ کې بمي چادونې څلور کسان ووژل او دیارلس نور يې ټپيان کړل.
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دشت بهاري په سيمه کې د ملکي خلکو پر يوه کور په هوايي بريد کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا د ولایتي شورا چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تیره شپه بیا د دغه ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز له افغان ځواکونو څخه نیولی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د یو تعرضي عملیات په پایله کې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ ته ننوتي دي.
د نورستان ولایت چارواکي وايي چې سلګونو وسله والو طالبانو پر وانت وایګل ولسوالۍ د چهارشنبې په سهار برید کړی، چې لا هم په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.
د سپین زر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد وایي د ولسوالۍ مرکز لا هم د دوي سره دی او جګړه لا هم روانه ده.
طالبانو د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو د ددغه ولایت چارواکي د دغې ولسوالۍ په مرکز وسله وال برید کړی او جګړه دوام لري.
د پکتيا د کرهنې د رياست مسوولين وايي چې په ګردیز او یو شمیر نورو ولسوالیو کې یې په کروندګرو د زعفرانو د تخم ویشل پیل کړي دي.
رسنۍ په ځانګړي ډول راډيو د معلوماتو په رسولو کې تر ټولو مخکښه وسيله بلل کېږي. د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې چې نورو مطبوعاتو ته ډېر لاس رسی نشته، خلک راډيوګانې ډېرې تعقيبوي.
پکتيکا کې له ۳۵۸ ښوونځيو څخه يواځې ۱۳۸ ودانۍ لري او پاتې ۲۲۰ ښوونځي له ودانيو بې برخې دي.
ناپېژانده وسله والو د پکتيا ولايت مرکز ګردیز ښار کې پر يو جومات کې پرلمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله يې درې تنه لمونځ کونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا ۸:۲۵ د خوست ولایت په مرکز کې یو ځانمرګي بریدګر د موټربم برید کړی، چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د لوګر ولایتي چارواکي ددې پیښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو چې د خپلوانو له واده څخه بیرته کورته روان وو، چې د هغوی سراچه ډوله موتړ د محمد اغې ولسوالۍ د "دردر" په سیمه کې د سړک د غاړې پر ماین وخوت
نور پورته کول