د خوست د مرکز او څلورو ولسواليو زرګونو ښوونکو، سلګونه ښونځي د اعتصاب په توګه تړلي او له دولت څخه د استوګنې لپاره د يوې يوې نمرې ځمکې غوښتنه لري.
دوي وايي که د لوګر کې امنيت تامين شي، په ګاونډيو ولايتونو کې به د ورانکارو فعاليتونو مخه ونيول شي.
د سيمې اوسېدونکو ويلي د دوکانونو ترڅنګ پر پاڼو سربېره يو شمېر ميموري کارډونه هم پراته وو
افغان سرحدي ځواکونو د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري له دغې ولسوالۍ سره پر ډيورنډ کرښه د نظامي تاسيساتو د جوړولو مخنيوی کړی دی.
د وزيرستان مشرانو د قومونو په يوه غونډه کې له افغان دولت نه غوښتي، چې د دوی بانفوذه مشرانو ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي
سلګونو خلکو نن له سهار راهيسې د ګردېز او غزني ترمنځ غځېدلې لاره، چې د زرمت ولسوالۍ څخه تېرېږي، د اعتراض په توګه تړلې او دواړو خواوو ته لسګونه غټ او واړه موټر بند پاتې دي.
د پکتيکا ځايي چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ولسي خلکو له خوا د يو وژل شوي طالب قوماندان د فاتحې د مراسمو پر ګډونوالو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.
تېرکال په برمل کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوې وې
مظاهره کوونکي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوله، چې د خوست والي حکم خان حبيبي دې له دندې لرې کړي.
د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پنځو تښتول شويو افغان انجينرانو د خلاصون په هکله يې هڅې پيل کړې دي، خو تردې مهاله يې کومه نتيجه په لاس نه ده راوړې.
ولايتي چارواکي وايي، چې د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې يوې بمي چاودنې لږ تر لږه درې ملکيان وژلي او نږدې شل نور يې ټپيان کړي دي.
پکتيکا کې مېشتو وزيري کډوالو د خپل منځي پرېکړې له مخې وزيرستان ته په ستنېدونکو کډوالو ۵۰ لکله پاکستانۍ کلدارې ناغه تړلې او د کور سوځولو تعهد يې سره کړی دی.
سلګونو لاريون کوونکو د کابل- لوګر لويه لاره په محمداغې ولسوالۍ کې د ترافيکو پرمخ د اعتراض په توګه تړلې او د وژل شوو ملکيانو عاملينو ته د سزا غوښتنه کوي.
د لوګر په ولایت کې په یوه وسله وال برید کې د ملي پيغام راډيو د مسول مدیر قاضي محمد نصیر مدثر وژل د رسنیو د ملاتړ د افغان او بهرنیو ادارو له خوا په سختو ټکو غندل شوي.
په دغو انکاري کورنيو کې د خوست پرځايي خلکو سربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي،
د خوست په ولایت کې روغتیایي چارواکي وایي، د ماشومانو د کوزڼ یا پولیو یوه تازه پیښه یې د دغه ولایت د ګربزو د ولسوالۍ د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې ثبت کړې ده.
د لوګر حکومتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې تښتول شوي شل تنه ماين پاکان را خوشې شوي دي.
پداسي حال کي چي د هلمند د مرکز لښکرگاه ښار په څنډو کې له تیرې شپې راهیسې جگړو زور اخيستی د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان د یو افغان پلاوي سره دغه ولايت ته تللی.
ولايتي چارواکي وايي، چې تیره شپه په خوست کې د وزيرستاني کډوالو يو تن قومي مشر ناپېژانده وسله والو ويشتلی او وژلی دی.
چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت د انګور اډې سیمه کې هغه جوړه شوې دروازه چې تیر کال پاکستان افغانستان ته سپارلې وه، د ډیورنډ د کرښې اوږدو کې پرتو قومونو له خوا ونړول شوه.
نور پورته کول