په پکتیا کې اوسمهال نږدې ۱۵ خصوصي ښوونځي فعاليت کوي او په زرګونو زده کوونکو لري.
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونه تېره شپه د پکتيا د جاني خېلو ولسوالي مرکز ته رسيدلي دي او د سيمې وضعيت افغان ځواکونو په خپله ولکه کې راوستی دی.
د لوګر ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د څرخ پر ولسوالۍ د وسله والو یو ډله ایز بریدونه د اوو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.
پکتيا کې چارواکي وايي،د پرونۍ سختې جګړې وروسته افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د جاني خېلو له ولسوالۍ څخه شا تګ کړی او ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
چارواکي وایي د ننګرهارپه کوټ کې افغان ځواکونو په هسکې مېنه کې د داعش د جلب او جذب یو لوی مرکز نیولی.
د طالبانو له خوا د دوو ورځو راهیسې د ګردېز- ډنډ پټان د لارې د تړلو له امله د سړک دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او موټر بند پاتې دي.
چارواکي وايي، چې په خوست کې د تېر مازديګر د باران د اورښت له امله په سيلابونو کې اووه کسان مړه شوي دي.
په خوست کې ځوانان د لامبلو وهلو حوضونو ته خوشحاله دي.
د لوګر د استیناف پرڅارنوالۍ په ننني ډله ايزبريد کې د دغې څارنوالۍ د رئيس په ګډون ۱۰ تنه چې درې یې بریدګر دي وژل شوي او ترشلو نور ټپیان شوي.
د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي، تیرماښام ددغه ولایت د خوشامند د ولسوالۍ امنیه قوماندان او پنځه ساتونکي د طالبانو په یو برید کې وژل شوي.
له دې وروسته به هر کمپاين څلور ورځې وي
ظاهراً داسې ښکاري، چې پېښه د کورني تاوتريخوالي په نتيجه کې رامنځته شوې.
بډایه افغانانو د خوست د يوې بې وزلې کورنۍ سره چې د بې وسۍ کیسه یې څه موده مخکې امریکا غږ خپره کړې وه، مالي مرستې کړي.
د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال وایي، په حکومتي ادارو کې د استخدام پرمهال له ښځو سره توپیري چلند کیږي.
يوه غيردولتي اداره وايي د نړۍ د ځينو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو په ملتيايې په افغانستان کې د افراطيت پرضد مبارزه پيل کړې.
د افغانستان د خوست ولایت اوسیدونکې بخت زمینه د ناروغ پلار او د کورنۍ د ساتنې په خاطر بوټونه رنگوي.
د پکتيا يو شمېر ځوانان انتقاد لري، چې په حکومتي ادارو کې زياتره مامورين د روابطو په اساس ګمارل کېږي. ځوانان دې کار دوی نااميده کړي دي.
خوست کې سیمه ایز چارواکي وايي، تیره شپه بهرنیو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت د دوه ښځو په ګډون شپږ ازبک جنګالي وژلي دي.
نن له سهار راهيسې وسله والو طالبانو د پکتيا د احمدخېلو ولسوالۍ د شوات په سيمه کې د شپږو ولسواليو لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
نور پورته کول