د لوګر د ولایت چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د نجونو یو ښوونځی ته اور اچولی دی.
په خوست کې د حقاني شبکې يو پخوانی قوماندان مولوي سردار ځدراڼ نن په دغه ښار کې له يوې بمي چاودنې روغ وتلی دی.
امنيتي چارواکي وايي، د پکتيا په ډنډ پټان کې یې د هغې نظامي قرارګاه د پوليسو سره لا هم اړیکې پرې دي چې پرون وسله والو طالبانو نيولې ده.
د خوست روغتيايي مسوولين وايي، په ځينو ناامنه سيمو کې د واکسين له کمپاين نه څارنې، پولېو د رامنځته کېدو احتمال اندېښمن کړي دي.
افغان چارواکي وايي، پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ۸ پاکستاني سرتېري او يو افغان سرحدي پوليس وژل شوي.
چارواکي وایي د ډیورند کرښې ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یو طالب قوماندان د جنازې څه دپاسه ٣٠ گډون کوونکي وژل شوي.
چارواکي وایي تېره شپه په جنوب ختيځو ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر تاسيساتو د وسله والو د بريدونو په نتيجه کې ۲۳ طالبان وژل شوي دي.
د عبدالجبار نعيمي پرضد۱۰ ورځني اعتراضونه د جمهور رئيس غني له خوا د یو ګمارل شوي پلاوي په منځګړيتوب نن پای ته ورسېدل.
په خوست کې د سرپرست والي په ضد په لاریون ځانمرګی برید شوی او د رپوټونو له مخې پکې اتلس تنه لاریون کوونکي وژل شوي دي.
مفتي عبدالرشيد نقشبندي، چې تل به يې د افغان حکومت په پلوۍ او د وسله والو مخالفينو پرضد تبليغ کاوه، تېر ماښام و وژل شو.
ولسمشر غني نن په پکتيکا کې یوې غونډې ته ویلي چې د سولې په اړه يې د ګاونډيو هېوادونو او د نړۍ له یو شمیر مشرانو سره خبرې کړې دي.
د پکتيکا چارواکي وايي، د يحيی خېلو په ولسوالۍ کې د پروني ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٦١ تنو ته رسیدلی دی.
د خوست روغتيایې کارکوونکي وايي، د پوليو د لسګونو شکمنو پېښو په ثبت کیدو سره ددې ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د امريکا د متحده ایالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د خوست- ګردېز د سړک د پاتې برخې د جوړولو کار پيل شوی دی.
موټر چلوونکي وايي، چې د تېرو اتلسو ساعتونو راهيسې د خوست ګردېز لاره د سټو کنډو په کوتل کې د غره د ښويېدو له امله بنده شوې.
حامد کرزي نن د ارګون په ولسوالۍ کې د سه شنبې د ورځې د ځانمرگي برید د قربانيانو د کورنيو له غړو او قومي مشرانو سره وکتل.
د پکتيکا چارواکي وايي، چې نن ۱۰:۳۰ بجې د دغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د موټر بم چاودنه شوې، تر څلویښت زیات کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د جنوب ختيځو ولايتونو ديني عالمانو، قومي مشرانو، د سياسي ګوندونو استازو او مدني ټولنو د ټاکنو په دويم پړاو کې پر خلګو د پراخ ګډون غږ وکړ.
د خوست په ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، چې دوه ملکيان يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
د خوست د پوهنې چارواکي وايي چې د نوي تعليمي کال لپاره يې د زده کوونکو او ښوونکو د ستونزو د حل لپاره پر يوه پلان کار کړی دی چې له مخې به يې ډېرې ستونزې حل شي.
نور پورته کول