د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې د يکشنبې په ورځ به د پاکستان د ماليې وزير محمد اسحاق ډار په ګډه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورشي.
په پکتيکا ولايت کې د نوري فايبر او سلام (تري جي) انټرنيټي او تليفوني فعاليتونه شروع شول. تر دې مخکې پکتيکا د مخابراتو له محدودو خدمتونو برخمنه وه.
د بهرنيو چارو وزرات په خوست کې خپل دفتر پرانستی. چارواکي وايي په دغه دفتر ته په ديپلوماتېکي، کلتوري او اقتصادي لحاظ اړتيا لېدل کېده.
په پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د انتخاباتو د کمېسيون مسوولين وايي چې دغو ولايتونو کې د توقع خلاف زياتو خلکو د رايې اچونې کارتونه اخيستې دي.
په خوست ښار کې د ريموټ کنټرول يوې بمي چاودنې د ملي امنيت درې تنه کارکوونکي وژلي او د ملکيانو په ګډون يې شپږ کسان ټپيان کړي دي.
په لويه پکتيا کې د جلغوزيو سوداګر وايي چې که د دوي لپاره په خپله سيمه کې صادراتي بازار جوړ شي، نو ډېره ګټه به وکړي. دوي د حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه
د خوست قومي مشران له افغان حکومت څخه غواړي چې د لوګر د والي ارسلاجمال د وژنې ژوره پلټنه وکړي او عاملينو ته یې سخته سزا ورکړي.
د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ د ګرديز په ملکي روغتون کې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي برید کړی خو څوک یې نه دي خوږ کړي.
پر حاجي ناظم ځدراڼ باندې د خوست ښار په ستر جامع جومات کې يو کس د جمعې د لمانځه پر مهال د تومانچې ډز وکړ او بريد کوونکی وتښتېد
په پکتيکا کې د ۵۰ ښوونځيو د ودانۍ پر جوړولو کار شروع شوی. مسوولين وايي چې دا به د دې ولایت د زده کونکو دپاره د زده کړې محیط برابر کړي.
که څه هم په خوست کې محلي رسنۍ موثرې تمامې شوي، خو خلک غوښتنه کوي، چې رسنۍ دې خپل پروګرامونه د دوی د اړتياوو له مخې خپاره کړي.