افغان سرحدي ځواکونو د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري له دغې ولسوالۍ سره پر ډيورنډ کرښه د نظامي تاسيساتو د جوړولو مخنيوی کړی دی.
په جنوب ختيځو ولايتونو کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال راز محمد مندوزي امريکاغږ ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو د زابو سرحدي سيمې په صفري نقطه کې د تاسيساتو جوړولو تازه هڅې پيل کړې دي.
جنرال راز محمد مندوزي وويل، پاکستاني پوځيانو دغلته وسايط هم ځای پرځای کړي او پرون يې د تاسيساتو جوړولو لپاره د ځمکې د هوارولو چارې پيل کړې، خو د دوی خبرداری ورکړ او کارونه يې پرې بند کړل.
جنرال مندوزي وويل "موږ دوی ته وويل چې کښې به نو او د دواړو هېوادونو تر بيرغو لاندې به خبرې وکړو خو د دوی ځواب منفي و. دوی وويل چې موږ له اسلام اباد سره خبرې کوو او بيا تاسو ته احوال درکوو".
جنرال رازمحمد مندوزي زياته کړه، چې د زابو په نوم دغه سرحدي سيمه له پخوا نه لانجمنه ده او دواړه غاړې يې د کرښې خپله سيمه بولي.
شکين د پکتيکا غير رسمي ولسوالي ده، چې د دغه ولايت له برمل ولسوالۍ جوخته ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.
د پکتيکا سيمه ييزو چارواکو هم د شکين د زابو په سيمه کې پر صفري نقطه د پاکستان له لوري د نظامي تاسيساتو د جوړولو تازه هڅې تاييد کړي دي، خو زياتوي چې د اوس لپاره يې مخنيوی شوی دی.
په سوېل ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومانداني وايي، دوی ته امر شوی، چې له ډيورنډ کرښې سره نږدې د پاکستان له لوري د هر ډول نويو تحرکاتو مخنيوی وکړي.
تر اوسه د پاکستان افغانستان سره په خپله سرحدي سیمه کېافغان ځواکونو له خوا د پوځي تاسیساتو د جوړولو کار د مخنیوي په اړه د افغان سرحدي ځواکونو د دغه قوماندان د ادعا په باب څه نه دي ویلي.
پاکستان پوځ افغانستان سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې کټارو د جوړولو پریکړه کړې او په دې برخه کې یې یو لړ اقدامات هم کړي دي.
افغان حکومت د پاکستان دا اقدامات غندلي او د کټارو جوړول یې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې بې اغیزې اقدامات ګڼلي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د کټارو د درولو اقدام د افغان حکومت بهرهمسخت غبرګونونه راپارولي دي.
خو پاکستان پوځ وايي د سرحد په اوږدو کېد کټارو جوړول د افغانستان له خاورې د غه هیواد ته د وسلوالو مخالفانو د تګ راتګ د مخنیوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرحد د امنیت د مدیریت په موخه دروي.