مېرمن حنيفه خوست ښار ته نږدې له خپلې يواځنۍ لور سره د خپلوانو په کور کې ژوند کوي. هغې ډېره موده مخکې خاوند له لاسه ورکړی، ځکه خو يې د ژوند کولو ټول لګښت خپلوانو پرغاړه اخيستی دی.حنيفې څه موده مخکې خپله لور خوريي ته کوژده کړې وه، خو له دې کبله چې پيسې يې نه لرلې، يوه خيريه بنسټ يې د لوښو او جامو لګښت پرغاړه واخيست او هغه يې پرته له کومو مراسمو خُسرګنۍ ته رخصت کړله.
هغې وويل: ”درې مې خوريونه دي او درې مې خورځې دي، نور څوک نه لرم. زما ماشومه لور مې خوريي ته ورکړه، زه له دوی سره کور کې کور کې اوسېږم. خوريونه مې کراچۍ چلوي. ما د لور پيسې نه دي ورنه اخيستې او دوی دومره نه لرلې، چې ماته يې ترې د لور پيسې راکړې وای‟.
حنيفې اشنا راډيو ته وويل، چې که مرستندويه بنسټ يې لاسنيوی نه وای کړی، لور يې تش لاس د خاوند کور ته رخصت کوله. دې زياته کړه، چې د لور خاوند يې هم بې وسه او په ښار کې لاسي کراچي چلوي.
په پښتني ټولنه کې جګ ولور او په ودونو کې زيات لګښت نه يواځې ځوانان له ستونزو سره مخ کړي، بلکې تر ډېرې مودې د پلار په کور د نجونو د کېناستو لامل هم شوي دي.
د خوست ټولنيز او خيريه بنسټ چې د حنيفې د لور د واده لګښت يې ورکړی، هڅې پيل کړې دي، چې خلک د ولور او همدارنګه په ودونو کې د زيات لګښت پروړاندې مبارزې ته وهڅوي.
ددې بنسټ مشر اخترګل وفا وايي، کوښښ کوي، چې د جګ ولور مخه ونيسي او ځينو هغو نجونو ته چې کورنۍ يې بې وزله دي، د واده لګښت ورکړي. د ده په وينا تردې مخکې يې هم د يو شمېر ودونو لګښت ورکړی و.
اخترګل وفا وويل: ”هدف مو دادی چې د لوړ ولور اخيستل ټيټ کړو، ځينې رواجونه دي چې مختلف اجناس ورته اخيستل کيږي، موږ غواړو دا غيرضروري اجناسو اخيستل بند شي او ټولو ولسواليو ته دا کمپاين وغځوو‟.
که څه هم د خوست په يو شمېر سيمو کې د قومي جوړښتونو پراساس د ولور اندازه کمه ټاکل شوې، خومدني فعال سلطان محمود خيرخواه اشنا راډيو ته وويل، چې هيڅوک يې عملي کولو ته ژمن نه دي پاتې شوي.