د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست دوه ولسوالیو کې خلکو د نوم ليکنې له بهير سره پرېکون کړی دی


د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د قومي مشرانو او د ولايتي شورا د ځينو غړو په وينا نن پنځمه ورځ وه چې په دغه ولسوالۍ کې خلکو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې له بهير سره پرېکون ته دوام ورکړی.

د سيمې قومي مشران وايي چې د تذکرو د وېش يو شمېر مامورين د ځينو اشخاصو په اشاره په لوی لاس غواړي، په ياده ولسوالۍ کې د نوم ليکنې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، خو دوی په دې برخه کې د چا نوم نه اخلي.

د دوی په وينا د ولسوالۍ زياتره اوسېدونکي په ټاکنو کې د ګډون لپاره تذکرو اخيستلو ته هڅېدلي دي، خو يو شمېر خلک ښکنځل کېږي، تذکره ژر نه ورکول کېږي او ځيږ چلند ورسره کېږي.

قومي مشر نوربادشاه وويل: ”ولسوال، د ولسوالۍ امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير قوماندانۍ او ولايت مقام ته ورغلل، قومي مشرانو هم پرون له والي سره خبرې وکړې. ولايت وايي چې موږ يې نوم کابل ته شېپر کړی دی. موږ داسې وايو چې دا پروسه ونه ځنډېږي‟.

د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکو ويلي، تر هغه چې له خلکو سره ځېږ چلند کوونکي مامورين له دندو لېرې او يا تبديل نه شي، نه تذکرې اخلي او نه هم په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کوي.

ټاکنو کې ګډون لپاره په ولسواليو او کليو کې نوم ليکنه د غوايي مياشتې په ۲۵ مه پيل شوې
ټاکنو کې ګډون لپاره په ولسواليو او کليو کې نوم ليکنه د غوايي مياشتې په ۲۵ مه پيل شوې

د ولسي جرګې او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ګډون لپاره په ولسواليو او کليو کې نوم ليکنه د غوايي مياشتې په ۲۵ مه پيل شوې او د غبرګولي تر۲۲ نيټې به دوام وکړي.

د خوست د ولايتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال وايي که په صبريو او يعقوبيو کې د نوم ليکنې له پروسې سره د خلکو پرېکون دوام وکړي، په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو ګډون کم رنګ کېږي.

بل لور ته د خوست د والي وياند طالب منګل له امريکاغږ سره په خبرو کې پر ياده شوې ستونزه ناخبري وښودله، خو د سيمې ولسوال وايي چې ستونزه په دوو مرکزونو کې وه او اوس هوارې شوې ده.

په دغه ولسوالۍ کې د نوم ليکنې ۱۸ مرکزونه دي، چې له دې جملې څخه له ۱۵ هغو سره خلکو پرېکون کړی دی. په همدې حال کې ولسوال محمداکبر ځدراڼ پر ځينو خلکو انتقاد کوي چې د تذکرو د وېش له مامورينو شخصي غوښتنې لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې د نوم ليکنې د پروسې له پيل څخه بيا تر پرون مازديګر پورې، په خوست کې څه باندې ۶۰ زره خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG