د لاس رسي وړ اتصالات

په لوگر کې د حکومت او طالب چارواکو گډ لمونځ؟


د لوگر ولایت یوه څنډه
د لوگر ولایت یوه څنډه

د لوگر د ولایتي شورا یو غړي او د طالبانو یو ویاند ویلي چې په لوګر کې افغان حکومتي او يو شمیر طالب چارواکو د کوچني اختر لمونځ په يو جومات کې په ګډه ادا کړی .

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل امريکاغږ ته وويل، چې د لوګر والي انورخان اسحاقزي، د ملي امنيت رئيس، امنيه قوماندان او د ملي اردو د څلورمې پلې لواء قوماندان د لوګر ولايت لپاره د طالبانو د والي مرستيال مولوي فردين سره يوځای د خوښۍ په جامع جومات کې لمونځ وکړ.

عبدالولي وکیل زياته کړه، چې ښایي والي انورخان اسحاقزی او نور حکومتي چارواکي به د تفاهم په صورت کې له مولوي فردين سره يوځای شوي وو، خو ويې ويل چې مولوي فردين او ورسره يو شمېر نور طالبان غيرمسلح وو.

هغه وويل: ”دا کوم تصادف نه دی، بلکې د يوه منظم جوړ شوي پلان له مخې افغان حکومتي او طالب چارواکو د اختر لمونځ په يوه جومات کې ادا کړ. مولوي فردين د طالبانو له لوري د اعلان شوي اوربند څارنه هم کوي‟.

په ورته وخت کې يوې بلې دولتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې مولوي فردين چې د لوګر ولايت لپاره د طالبانو له لوري د ټاکل شوي والي محمد نعيم اخندزاده مرستيال دی، شپه يې په مرکز پل علم کې کړې او نن سهار خوښۍ ولسوالۍ ته تللی و.

دغې سرچينې زياته کړه، چې پرون د لوګر والي انورخان اسحاقزي د لوګر لپاره د طالبانو والي محمد نعيم اخندزاه ته بلنه ورکړې وه، چې د اختر لمانځه لپاره پل علم ته ورشي، خو هغه معذرت غوښتی و.

په همدې حال کې له کابل نه يو شمېر سياسيون هم د خوښۍ ولسوالۍ ياد جومات ته ورغلي وو او له هغه وروسته يې په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو له والي محمد نعيم اخندزاده سره ليدنه هم کړې ده.

فيض محمد ځلاند چې په ياده ليدنه کې يې ګډون درلود امريکا غږ ته وويل، چې له طالبانو څخه يې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه، خو هغه ورته له بهرنيانو سره د خبرو شرط تکرار کړی دی.

په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي له امريکاغږ سره په خبرو کې ومنله چې ولايتي ملکي او نظامي چارواکي د اختر لمانځه لپاره خوښۍ ولسوالۍ ته تللي وو، خو هلته يې د طالبانو د ګډون په اړه څه ونه ويل.

د دې ترڅنګ د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد امريکاغږ ته ويلي چې يو شمېر طالب چارواکو په خوښۍ ولسوالۍ کې له افغان حکومتي مسوولينو سره يو ځای لمونځ ادا کړی، خو د کوم چا نوم يې نه دی اخيستی.

خوښۍ ولسوالي د لوګر مرکز پل علم سره جوخته ختيځ لوري ته پرته چې د دې ولايت د نورو ټولو ولسواليو او پل علم په نسبت يې امنيتي وضعيت ښه بلل کېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG