د لاس رسي وړ اتصالات

افغان علماوو فتوا: افغانستان کې انتحاري بریدونه حرام او جنګ ناروا دی


د افغانستان له کوټ کوټ راټولو شویو نه شاوخوا ۲۵۰۰ دیني عالمانو فتوا ورکړه چې د طالبانو ځانمرګي بریدونه حرام دي
د افغانستان له کوټ کوټ راټولو شویو نه شاوخوا ۲۵۰۰ دیني عالمانو فتوا ورکړه چې د طالبانو ځانمرګي بریدونه حرام دي

په کابل کې راټول شوو شاوخوا دوه زره دیني علماوو د یوې متفقې فتوا له لارې روانه جګړه له دیني اړخه نارواء، غیر مشروع وبلله او د جګړې له دواړو اړخونو یې وغوښتل چې جګړه دې ودروي.

دا دیني علماء چې نن د پولیتخنیک پوهنتون په انګړ د لویې جرګې په خیمه کې سره راټول شوي دي، یوه متفقه په شرعي نصوصو ولاړه فتوه صادره کړه او پدغه فتواء کې یې د طالبانو انتحاري بریدونه او انفجارونه له دین سره په ټکر کې وبلل.

د دیني علماوو پدغه فتوه کې راغلي وو، چې روانه جګړه هیڅ راز دیني او شرعي صبغه نه لري او همدې جګړې د بهرنیو مداخلې ته زمینه برابره کړې ده.

دا فتواء چې پښتو قرائت یې د اسلامي مطالعاتو د مرکز مرستیال مولوي غفران الله مراد کاوه وویل" په اسلام کې انتحار او انفجار هیڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو په همدې دلیل ټول ترسره کېدونکي ځانمرګي بریدونه، ترور، لارې شکول او ویره اچونه په قطعي توګه حرام دي، ترسره کول، تمویلول او ورسره مرسته کول یې ناروا او غیر شرعي دي".

په فتوا کې دیني علماوو له وسله والو طالبانو غوښتي، چې سوله دې وکړي. فتواء کې راغلي" د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان باید د سولې خبرو ته کښیني او روان ناورین ته دې د پای ټکی کیږدي".

د فتوا لومړي بند کې دا هم ویل شوي، چې د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه تر ټولو ډېر اسلامي قانون دی او په وړاندې یې وسله واله مبارزه او د جهاد تر نوم لاندې کړنې هیڅ راز شرعي جواز نه لري.

دا فتواء چې اوږد متن لري اووه اساسي ټکو کې رانغاړل شوې ده.

فتوا له د هر ډول دیني او اخلاقي مفاسدو ترویجول او ټولې هغه کړنې چې له دیني اساساتو سره په ټکر کې وي مردودې ګڼلي او د مخنیوي یې ویلي دي.

د دیني علماوو پدې ناسته کې د ژبنیو او قومي نفاق او تعصب خلاف خبره هم شوې او له دین سره یې په مغایرت کې بللي دي.

فتوا له هغو افرادو، بنسټونو، ډلو او هیوادونو چې په افغانستان کې دخیل دي او د جګړې د اوږدیدو سبب یې ګڼلي هم غوښتي، چې د افغان وژنې او نفاق لامل نشي.

د دیني علماوو دا کنفرانس نن د یوې ورځې لپاره په کابل کې د افغانستان د شته وضعیت په اړه د هیواد د علماوو د متفقه فتوا تر نوم لاندې دایر شوی وو.

د افغانستان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره په وروستیو کې له دیني علماوو سره ناستې زیاتې کړي، په اندونیزیا کې هم د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو روانه جګړه ناروا بللې وه.

په پام کې د جولای په میاشت کې د اسلامي کنفرانس تر چتر لاندې د دیني علماوو یوه بله ناسته هم د افغانستان د سولې لپاره دایره شي.

XS
SM
MD
LG