په خيبر کې زرګونو کسانو په 'امن پاڅون' کې ګډون کړی

سپټمبر پر ۱۵ د خيبر په باړه کې د "امن پاڅون" په نوم احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو چې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، سازمانونو او قابیلومشرانو تر څنګ مدني فعالاناو اود پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پکې شامل وو. ( عکس ارشیف)

د خيبر پښتونخوا ایالت په خيبر قبايلی سيمه کې د "امن پاڅون" ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی چې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخه ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.

د سپټمبر پر ۱۵مه (وږي ۲۵) د خيبر په باړه کې د "امن پاڅون" په نوم هغه احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی و چې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، سازمانونو او قبيلو د مشرانو تر څنګ مدني فعالان، د سيمې ځوانان او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پکې شامل وو.

د باړې سیاسي اتحاد په دا وروستيو کې اعلان کړی وو چې د "امن پاڅون" په نوم به د احتجاجي لاريونونو او غونډو يوه نوې لړۍ پيلوي چې لومړۍ غونډه يې د سپټمبر پر ۱۵مه (وږي ۲۵) په باړه کې وکړه.

پر دې مهال له پاکستان تحريک انصاف ګوند سره اړه لرونکي د خيبر پښتونخوا د ايالتي اسامبلې غړي عبدالغني اپرېدي وویل چې نور پر خپله خاوره ناامني نه مني او د امن لپاره به تر هر "حد" تېرېږي.

هغه زياته کړه: "ما تېره اونۍ د ايالتي پارلمان په غونډه کې دا پوښتنه راپورته کړې وه چې په تیرا کې پرله پسې يوه اونۍ د پوځ او وسله والو ترمنځ بمباري او ډزې روانې وې، نو ايا له طالبانو سره وسله نه ختمېده؟ دغو ته دا وسله چا ورکوله؟"

عبدالغني اپرېدي وويل چې د اکتوبر پر ۱۱ به په خيبر کې جرګه کېږي او د هغه په وينا د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډه پور ورته "رسمي لارښوونه" کړې ده چې د هغې جرګې "ملاتړ" وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي. په عين حال کې پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د اکتوبر پر ۱۱ په خيبر کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ جرګې جوړولو اعلان کړی دی چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا د پاکستان د بېلا بېلو پښتون مېشتو سيمو له ۳۰ زره څخه تر ۴۰ زره پورې کسان به ګډون پکې کوي.

احتجاجي لاريون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د خيبر سيمې مخکښ عمران اپرېدي وويل چې د اکتوبر پر ۱۱ به له چمن څخه نيولې تر کوهستان پورې خلک په جرګه کې ګډون کوي او د هغې جرګې پر درېيمه ورځ به منظور پشتين فيصله نه کوي بلکې "پښتون قام به پرېکړه اعلانوي."

نوموړي تور پورې کړ چې پوځ د وسلوالو ملاتړ کوي او پوځ چې هر ځای تللی دی، هلته يې ناامني ورسره وړې ده.

هغه زياته کړه: "دا د ورځې پوځي دی او د شپې طالب دی. له طالب سره معاهده چا کړې ده؟ موږ يې خپلو سيمو ته بېرته په دې شرط راوستو چې علاقه مو له طالب نه خالي کړه. نو دا بيا چا راوستل؟ دا پوښتنه په کار ده."

د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

که څه هم د پاکستان پوځ لا تر اوسه د خيبر د ولسي پاڅون د ويناوالو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې په وار وار دا ډول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.

د " امن پاڅون" په نوم دا احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخه او منظمه کچه روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.

د پېښور پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر عرفان اشرف امريکا غږ اشنا ته وويل چې د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ولس کې له تېرو څو کلونو راهيسې څرګنده بيداري راغلې او هغوی اوس په واز کومې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.

نوموړي زياته کړه چې د پښتنو له خوا د امن پاڅونونو لويه ګټه دا ده چې هغوی نړيوالو ته وښودله چې پښتانه "نه پخوا ترهګر وو او نه اوس ترهګر دي" بلکې "د امن او سوکالۍ غوښتونکي" دي.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د جون پر ۲۲ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم نوي پوځي عملیات اعلان کړي دي. پوځ او حکومت دعوه کوي چې د بدامنۍ ختمولو لپاره دا عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.