پاکستان کې وسلوال بريدونه ولې زيات شوي؟

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په روانه جولای مياشت کې وسلوالو بريدونو له ۱۰۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۲۴ ميلادي کال د جولای پر ۱۶مه (د چنګاښ ۲۶مه) په ډېره اسماعيل خان کې په وسلوال بريد کې د دوو پاکستاني پوځيانو په ګډون اووه کسان ووژل شول. د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په يوه خبرپاڼه کې دا پیښه تائید کړه او وویل چې د نښتې پر مهال يې درې وسلوال هم وژلي دي. د دې بريد مسوليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د خيبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي چاوڼۍ په يو خونړي بريد کې اته پوځيان ووژل شول او ۷۷ ژوبل شول. د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې د جولای پر ۱۶مه (د چنګاښ ۲۶مه) په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د هغه بريد پر مهال يې د ورځې تر پايه ټول ۱۰ وسلوال ووژل.

خبرپاڼه زياتوي چې وسلوالو د جولای پر ۱۵مه (د چنګاښ ۲۵مه) سهار وختي په بنو کې د پوځ د چاوڼۍ له دېوال سره په چاودېدونکو توکو بار موټر وجنګاوه او بيا چاوڼۍ ته داخل شول او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه.

امنيتي چارواکو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې د هغه بريد پر مهال دوه ملکيان هم ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.

د جيش الفرسان محمد په نوم يوې نوې وسلوالې ډلې د بنو بريد مسوليت منلی دی.

په روانه مياشت کې تر دې وړاندې هم په خيبر، شمالي او جنوبي وزيرستانونو، ټانک او باجوړ کې وسلوال بريدونه شوي چې امنيتي سرتېرو او عامو کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

دا چې په وسلوالو بريدونو کې دا زياتوالی ولې راغلی، د امنيتي چارو يو کارپوه فخر کاکاخېل وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مې پس چې په افغانستان کې جمهوري دولت نسکور شو، او طالبان راغل نو د هغې نه پس دا ظاهره وه چې د داعش، تحریک طالبان پاکستان، ځینې نورې جهادي ډلې او خپله بلوڅ وسله والې ډلې چې دي، نو داسې شکونه کېدل چې هغوی به د پاکستان خوا ته مخه کوي.

هغه وویل: ”ښکاره خبره ده چې د هغوی یو هدف وو او هغه د امریکا او اروپايي ځواکونو په افغانستان کې شتون وو، چې هغوی ولاړل، نو بیا خو د دوی څه مقصد نه پاتې کېده، نو د دغه عناصرو لپاره بیا یو متحده فلېټافارم یا سنګر پکار وو، دوی ته یو متحده دښمن پکار وو او هغه د دوی لپاره پاکستان دی. ځکه چې ټي ټي پي وايي، د دوی ټولې هلې ځلې او قربانۍ په پاکستان کې د شریعت لپاره ورکړې دي. “

نوموړي امريکا غږ ته زياته کړه، چې ټي ټي پي دا فکر لري، چې په افغانستان کې خو شریعت راغلی دی، نو په پاکستان کې هم راوستل غواړي، نو د ده په وینا ځکه په خیبر پښتونخوا کې وسله وال بریدونه زیات شو‌ي دي.

هغه وویل: ”بله خبره دا ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت له لوري ټي ټي پي ته د ځواب ورکولو نه وس شته او نه تکل، نو په داسې حالاتو کې امنیتي ادارې یوازینی قوت پاتې دی، چې د دغه عناصرو مخنیوی وکړي، نو اوس د وسله والو هدف د پاکستان پوځ دی او د پوځ هدف بیا وسله والې ډلې دي نو ځکه پر ولسي ځایونو بریدونه لږ دي، خو داسې نه ښکاري‌ چې دغه جګړه به همدغسې روانه وي. دا اوس په خیبر پښتونخوا کې ولسي ځایونه هم په نښه کېږي او دا بریدونه به نور زیاتولی ونیسي. ”

په پاکستان کې په داسې حال کې وسلوال بريدونه زيات شوي چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ولسي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټې په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په هغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه نوي پوځي عملیات پيلوي، خو په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې ګڼو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د دې عملياتو ټينګ مخالفت کړی او دا يې د ولس د ځورونې، بېکورۍ او د هغوی پر وسيلو او شتمنيو د ولکې يوه پلمه بللې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت سپېناوی کړی چې نوي پوځي عمليات به د پخوا په څېر په پراخه پيمانه نه وي چې ځايي ولس بېکورۍ ته اړ کړل شي، خو سياسي او ولسي مشران يې غوښتنه کوي چې د عملياتو پر ځای دې پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره کې بدلون راولي.

په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر اعجاز خان وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ د عملیاتو ارادې کړي دي. خو که یوخوا د خیبر پښتونخوا ولس له ترهګرۍ او بریدونو څخه ډېر تنګ دی، خو بلخوا له پوځي عملیاتو هم خطره محسوسوي. ځکه چې که تېرو عملیاتو ته وکتل شي نو په هغه کې د طالبانو پر ځای عام ولس ته ډېر زین رسېدلی دی.

نوموړي امريکا غږ ته وویل، ”د طالبانو عملیات خو داسې وي چې د هغوی هدف جوت دی، خو کله چې پوځي عملیات راشي نو هغه بیا دا نه ګوري چې څوک ولم، خو اوس د پښتونخوا ولس ډېر سخت په تکلیف دی. ځای په ځای هدفي وژنې کېږي، کاروبارونه په ټپه ولاړ دي،” د چارو پوه ډاکټر اعجاز خان وايي، د تېرو پوځي عملیاتو بې کوره شوي خلک لا نه دي پر ځای شوي، د هغوی کورونه وران شوي، نو ځکه د بیا عملبات پیلولو ولسي مخالفت زیات دی. ”

د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې چې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی چې په وينا يې په افغانستان کې مېشته ده. که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ د تازه بيان په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې د پاکستاني پوځ دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي. بل پلو پاکستانيو طالبانو هم دا ادعاوې په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې د هغوی وسلوال په پاکستان کې دننه د امنيتي ځواکونو پرضد جنګېږي.