د لاس رسي وړ اتصالات

د جون میاشت کې په امنیتي پیښو کې لسګونه افغانان مړه او ټپیان شوي دي – راپور


په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت امنیتي ادارې اکثره د امنیتي پیښو اړوند مسایلو په اړه معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.
په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت امنیتي ادارې اکثره د امنیتي پیښو اړوند مسایلو په اړه معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

د افغانستان د امنیت څار" بنسټ په نوم یوې ادارې په یو راپور کې ویلي چې دغې ادارې د جون د تیرې میاشتې په اوږدو کې په افغانستان کې په لسو ولایتونو کې ۳۳ امنیتي پیښې ثبت کړي چې اکثره یې د طالبانو د حکومت د دوو مخالفو وسله والو ډلو له خوا ترسره شوي او له امله یې ۶۳ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ جولای لومړی( چنګاښ ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو ۳۳ بریدونو ۲۱ یې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې او اته د افغانستان د ازادۍ د جهبې له خوا ترسره شوي او د پنځه نورو بریدونو ترسره کوونکو هویت ورته څرګند شوی نه دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش ډلې د جون په میاشت کې په افغانستان کې د هیڅ کوم برید د ترسره کولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د امنیت څار بنسټ په دې راپور کې ویلي چې د جون په میاشت کې په دغو بریدونو کې د طالبانو د حکومت ۵۴ امنیتي منسوبین وژل شوي او هم د تحریک طالبان پاکستان د ټي ټي پي د ډلې نهه تنه وژل شوي او ۴۷ تنه طالبان او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې د پکتیکا ولایت د ګومل په ولسوالۍ کې د جون په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې په یو قومندان هارون ضرار ګنداپور باندې او هم د کونړ ولایت مرکز اسداباد کې د "ټي ټي پي" د ډلې په یو بل قومندان عبدالمنان الیاس مشهور په حکیم باندې د بې پیلوټه ډرون الوتکې د بریدونو ادعا هم شوې ده او ویلي دي چې دغه بنسټ ته ددغو بریدونو عاملین نه دي څرګند شوي. تراوسه په خپلواک ډول په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې په قومندانانو باندې د ډرون بریدونه نه دي تائید شوي.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت امنیتي ادارې اکثره د امنیتي پیښو اړوند مسایلو په اړه معلومات له رسنیو سره نه شریکوي. د افغانستان د امنیت څار بنسټ هم ویلي چې د امنیتي پیښو په اړه د معلوماتو د برابرولو دغه بنسټ یې د همدې تشې د ډکولو لپاره جوړ کړی دی.

دغه بنسټ ویلي:" د افغانستان د امنیت څار بنسټ د یوې متخصصې ډلې په هڅو د امنیتي مطالعاتو په برخه کې جوړ شوی، هڅه کوي چې د ځينو پېښو، رپوټونو او امنیتي شننو له لارې د افغانستان په تړاو اوسنۍ را منځته شوې تشه د یوه رښتيني تصویر په وړاندې کولو سره ډکه کړي".

د طالبانو تراوسه د افغانستان د امنیت څار بنسټ دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د مې د میاشتې په ۱۳ دغې ټولنې د عمومي منشي له خوا وړاندې شوي راپور ته غبرګون ښودلې وو او د عمومي منشي انتونیوګوتیرش راپور یې ناسم او له حقیقت څخه لرې بللی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې په ۱۳ په خپل یو وروستي راپور کې په افغانستان کې تر ۵۵ فیصدو پورې په امنیتي پیښو کې د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د اول او د مې د میاشتې ۱۳ پورې ملګرو ملتونود امنیت اړوند ۲۵۰۵ پیښې ثبت کړي دي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې موده په پرتله ۵۵ فیصده زیاتوالی ښيي".

په دې راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې د نشه يي ټوکو اړوند پیښې د ۲۱۲ پیښو څخه ۴۱۸ پیښو ته زیاتې شوي چې د نشه يي توکو اړوند پیښو کې په مجموعي ډول ۹۷ فیصده زیاتوالی ښيي. ډیرې دغه پیښې د افغانستان په مرکزي، شمال ختیځ، جنوب ختیځ او جنوب کې پیښې شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې د وسله والو نښتو ۱۰۶ پیښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې د تیرکال په همدې موده کې ددغسې پیښو شمیر ۷۵ ته رسیدلی وو، خو دا راپور وايي چې په لاس د جوړو شووو بمي چاودونو په شمیر کې ۳۴ فیصده کموالی راغلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې ددغسې چاودنو ۱۹ پیښې یې ثبت کړي دي. تیرکال په همدې موده کې ددغو پیښو شمیر ۲۹ ته رسیدلی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د لومړۍ ورځې څخه د مې د میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې د افغانستان د ازادۍ جبهې او د مقامت ملي جبهې چې دواړه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې دي تر ډیره د کابل په ښار کې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه باندې تمرکز کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د ازادۍ جبهې ۱۴ تائید شوي بریدونه په کابل کې ترسره کړي او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې هم ۲۹ تائید شوي بریدونه ترسره کړي، چې ۲۰ بریدونه په کابل، دوه په تخار، دوه په بغلان او یو برید په پروان ولایت کې ترسره کړی دی.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ملګرو ملتونو ددې راپور په اړه ویلي چې ملګرو ملتونو سازمان تل دا هڅه کوي، چې د افغانستان وضعیت نا امنه او بې ثباته معرفي کړي. هغه دغه‌ راز ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه دې د افغانستان عیني واقعیتو ته په کتو خپل راپورونه وړاندې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG