د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نشه يي توکو له پلوه له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته هیڅ ګواښ نشته


طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله بندیز اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغه هیواد د کوکنارو کر او اپینو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی
طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله بندیز اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغه هیواد د کوکنارو کر او اپینو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروبار له منځه تللی او له دغه هیواد څخه د نشه يي توکو اړوند هیڅ ډول ګواښ سیمې او نړۍ ته متوجه نه دی.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ددوشنبې د ورځې ناوخته جون ۲۴( چنګاښ څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې نشه يي توکو ګواښ یو نړیوال ګواښ په توګه یاد کړی او ویلي دي چې دغې پدیدې سره مبارزه د نړیوالو سازمانو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی او دا حکومت په دې توانیدلی دی چې په لنډه موده کې او په ناڅیزو امکاناتو د نشه يي توکو ریښې له افغانستان څخه وباسي.

هغه ویلي:" په ډاډ سره ویلی شم چې اوس مهال د نشه يي توکو د پدیدې څخه له افغانستان څخه ګاونډیو او نړۍ ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی او په مقابل کې یې مونږ هیله لرو چې نړیوال سازمانونه هم په دې برخه کې د امکاناتو په برابرولو په ځانګړي ډول بزګرانو ته د بدلیل معیشت په برخه کې اسلامي امارت[طالبانو حکومت] سره همکاري وکړي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د جمعې په ورځ جون ۲۱( چنګاښ اول) په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د سرحد په اوږدو کې د طالبانو د امنیتي چارواکو کمزوری مدیریت او نشه يي توکي د عمده ګواښونو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې نشه يي توکي افغانستان او سیمې ته ګواښونه راولاړوي.

همداشان ایرواني د تروریزم ترڅنګ له افغانستان څخه دغه هیواد ته د کډوالۍ او نشه يي توکو تولید او قاچاق د ایران په جدي اندیښنو کې یاد کړل.

د ایران د پولیسو عمومي قومندان په دې وروستیو کې ویلي چې د روان کال په اوږدو کې یې ۱۳۰ ټنه نشه يي توکي چې له افغانستان څخه دغه هیواد ته قاچاق کیدل ضبط کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې په ۱۳ په خپل یو راپور کې په افغانستان کې تر ۵۵ فیصدو پورې په امنیتي پیښو کې د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې تر نشه يي توکو اړوند پیښو کې تر ۹۷ فیصدو پورې زیاتوالی راغلی دی.

ددغه راپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له اولې ورځې د مې د میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې د نشه يي توکو اړوند ۴۱۸پیښې ثبت شوي چې په مجموعي ډول د تیر۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۹۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

تیرکال په دغه موده کې ۲۱۲ پیښې ثبت شوې وې. ډیرې دغه پیښې د افغانستان په مرکزي، شمال ختیځ، جنوب ختیځ او جنوب کې پیښې شوي دي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکیله او کاروبار بندیز ولګوه چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو د ادارې (UNODC) د تیر ۲۰۲۳ کال د یو راپور له مخې له امله یې په دغه هیواد کې د کوکنارو کر او د اپینو تولید تر ۹۵ فیصدو پورې کم شوی دی.

خو ددې بندیز باوجود د افغانستان په شمیر ولایتونو کې بزګرانو سږکال هم کوکنار کرلي وو چې د طالبانو د حکومت له خوا په ډیرو سیمو کې بیرته اړول شوي دي.

نږدې دوه میاشتې دمخه د بدخشان ولایت په دوو ولسوالیو کې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو او بزګرانو ترمنځ د کوکنارو د کر له منځه وړلو په سر په نښتوکې د دوو کسانو د مړینې او یو شمیر نورو د ټپي کیدو رپوتونه ورکړل شوي وو، چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم دا راپورونه تائید کړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG