د لاس رسي وړ اتصالات

د ګډ امنیتي تړون سازمان: د تاجیکستان پولو ته څېرمه د داعش وسله والو او پاکستاني طالبانو حضور زیات شوی


افغانستان ته نږدې د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو د‌ څارنې پوسته
افغانستان ته نږدې د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو د‌ څارنې پوسته

د ګډ امنیتي تړون سازمان د تاجیکستان او افغانستان پولو ته څېرمه د اسلامي دولت (داعش) او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو د حضور د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر په حواله، د ګډ امنیتي تړون د سازمان تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي اندري سردیوکوف ویلي: "د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره اصلي ګواښ، نړیوال ترهګر او سخت دريځه سازمانونه او په ځانګړې توګه اسلامي دولت (داعش)، القاعده او نورې ډلې دي."

دغه روسي پوځي همداراز وویل: "په تېره بیا د تاجیکستان جنوبي پولو ته څېرمه د داعش خراسان ډلې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سخت دريځو اورپکو په شمېر کې زیاتوالی لیدل کیږي."

د ګډ امنیتي تړون سازمان مقاماتو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنیزو کمپونو شبکه او د بهرنیو جنګیالیو شتون د دغه هېواد په شمالي ولایتونو کې پراخ شوی دی.

نږدې دوه اونۍ وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي و، چې طالبانو له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې ساتلې او د دغه راپور پر بنسټ، القاعده په افغانستان کې اته، نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. راپور کې راغلي، چې القاعده په پنجشیر ولایت کې یو وسلتون هم لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه راپور کې دا هم ویلي، چې داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دي، په تیره بیا په افغانستان کې چې شیعه مذهبه، ولسي وګړي او طالبان په نښه کوي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د هغو طالب جنګیالیو د جذبولو تګلاره غوره کړې، کوم چې د دغې ډلې څخه ناهیلي شوي دي. سربیره پردې، داعش د بهرنیو جنګیالیو ګمارلو ته هم دوام ورکوي.

د ګډ امنیتي تړون د سازمان تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي اندري سردیوکوف دا هم ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ زیاتوالی، د "قومي او مذهبي لږکیو ځپل او د اقتصادي وضعیت د کړکیچ سره مل د بشري ستونزو زیاتوالي به "په دغه هېواد کې د وضعیت د لا خرابېدو لامل شي.

د ګډ امنیتي تړون د سازمان دغه چارواکي دا هم ویلي چې له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق د ټولې سیمې پر وضعیت منفي اغیز لري.

تېره اوونۍ د تاجیکستان د نشه يي توکو سره د مبارز ادارې ويلي وو، چې د طالبانو د حکومت له ادعا سره سره چې په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد منع دى، له دغه هېواد څخه تاجیکستان ته د نشه يي توکو د قاچاق کچه نه ده راټيټه شوې.

د دغه ادارې د احصایې له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د تاجیکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې له ۲.۵ ټنو ډېر نشه يي توکي نیول شوي دي.

تېر کال د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د نشه يي توکو د بدلون په اړه یو راپور خپور کړ او په دغه هېواد کې یې د میتامفیتامین د چټک تولید او د افغانستان او د سیمې هېوادونو ته د قاچاق د زیاتوالي خبرداری ورکړ.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د متامفیتامین قاچاق نږدې دولس برابره زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې لخوا په یاد راپور کې همداراز ویل شوي، چې د متامفیتامین قاچاق، د نشه یي توکو په تولید کې چټکوالی او د مخدره توکو د غیرقانوني بازارونو داحتمالي بدلون څرګندویي کوي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د روسیې د تاس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG