د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی خبریال سخت وهل شوی


عکس: ارشیف - یو افغان خبریالان چې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی
عکس: ارشیف - یو افغان خبریالان چې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو له خوا د خبریالانو پر دوامداره توقیف اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په وروستۍ پېښه کې د دې ډلې جنګیالیو په پروان ولایت کې یو پخوانی خبریال نیولی او په زندان کې یې سخت وهلی دی.

دغې کمېټې چې مرکز یې په نیویارک ښار کې دی، د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، عبدالله دانش چې له سیمه ییزو رسنیو سره د خبریال په توګه د کار کولو سابقه لري، تیره اونۍ د پروان په ولایت کې د طالبانو له خوا ونیول شو او دوه ورځې وروسته بریته خوشې شو.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د سرچینو په حواله ویلي چې عبدالله دانش د طالبانو په زندان کې سخت وهل شوی او پر سر ټپي شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په وینا، طالبانو عبدالله دانش په فیسبوک کې په یو رپوټ کې د دې ډلې پر تګلارو باندې نیوکه کړې وه او په همدې خاطر بندي شوی و.

د دغه سازمان په وینا دغه پخواني افغان خبریال په خپل فیسبوک پدې رپوټ کې ادعا کړې وه چې طالبان په کاپیسا کې د ښوونځیو له ودانیو څخه د پوځي اډې په توګه کار اخلي.

د اسیا لپاره د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د پروګرام همغږي کوونکي به الیه‌یی وویل، «طالبان باید د افغان خبریال عبدالله دانش د خپلسري نیولو او وهلو په اړه سمدستي او بې طرفه پلټنه وکړي او له مسولینو سره دې حساب کتاب وکړي.»

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې دغه چارواکي دا هم وویل چې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د رسنیو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د غچ اخیستنې له وېرې پرته د خپلې خوښې وړ موضوعات په انتقادي ډول خپاره کړي.

طالبانو په افغانستان کې له خپلې دوهم ځل واکمنۍ وروسته پر رسنيو او خبريالانو ډېر محدوديتونه وضع کړي او د بهرنيو خبريالانو په ګډون يې د خبريالانو نيولو او وهلو ته دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر هم پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د بندیزونو دوام ته په اشارې سره ویلي وو چې په دغه هېواد کې ازاد مطبوعات د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

میرمن ډیکر همداشان ویلي، په ورته وخت کې چې پر رسنیو بندیزونه لګول شوي، معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی نور هم کم شوی دی. دغې جګپوړې امريکايي ديپلوماتې د مې په ١٥مه (د ثور ٢٥مه) وويل چې پر رسنيو د طالبانو بنديزونو تر ډیره ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي و چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ۲۰۲۳ کال له مې تر ۲۰۲۴ پورې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۳۶ پېښې ثبت شوي چې ۷۲ یې د ګواښلو او ۶۴ پېښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پدې بیان سره چې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو لګول شوي محدودیتونه زیات شوي ویلي چې د استخباراتو، د مداخلې سربیره د طالبانو د امر به معروف و نهی المنکر وزارت د رسنیو په فعالیتونو کې لاسوهنه کوي او خبریالان احضاروي، ګرویږنې ترې کوي او دا لړۍ د وخت په تیریدو سره زیاته شوې ده.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG