د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونوسره مخ دي ـ راپور


طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول پر افغان میرمنو او نجونو باندې د زده کړو او کار په ګډون بې شمیره محدودیونه لګولي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول پر افغان میرمنو او نجونو باندې د زده کړو او کار په ګډون بې شمیره محدودیونه لګولي دي.

د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز (The Global Centre for the Responsibility to Protect) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې خلک د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو سره مخ دي.

دغه مرکز د جمعې په ورځ مۍ ۳۱ ( جوزا ۱۱) په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو سربیره ځینې نورې ترهکرې ډلې هم په افغانستان کې د ملکي وګړو ګواښولو ته دوام ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې دغې ډلې او د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) په ګډون نورو وسله والو ډلو په ټول افغانستان کې په پراخه او سیستماتیک ډول د بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "د بشریت پر وړاندې د لا زیاتو جنګي جنیاتونو خطردوام لري. قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کول دا ښيي چې طالبان احتمالا نشي کولای او یا هم نه غواړي چې د زیانمنوونکو وګړو څخه ساتنه وکړي".

په دې راپور کې د څو لسیزو راهیسې د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه حقونو څخه جدي سرغړونو او هم ددغو جنایتونو په اړوند د سزا څخه د خوندیتوب، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه او سیستماتیک ډول د جنسیت پر بنسټ بنسټیز شوی تبعیض، د داعش او د طالبانو له خوا د قومي او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې هدفي او پراخه سیستماتیک بریدونه، د خپلواکو رسنیو نشتون، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د ملاتړو ځپل او د زیانمنوونکو وګړو څخه د ملاتړ لپاره د دولتي جوړښتونو کمزوري او هم د طالبانو د چارواکو له خوا د نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو پلي کیدلو ته نه لیوالتیا ته اشاره شوې ده.

دغه مرکز ویلي چې طالبانو محدود کوونکي سیاستونه او اقدامات ترسره کړي چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه محروموي، په نوې بڼه د جنسیت پربنسټ تبعیض ته دوام ورکوي او د ښځو پر وړاندې د هرډول تبعیض له منځه وړلو کنوانیسون (CEDAW) څخه په څرګند ډول سرغړونه کوي.

د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز ویلي چې طالبانو د خپلې تیرو نږدې دریو کلنو واکمنۍ پر مهال له ۵۰ څخه زیات پراخه ځپوونکې کړنلارې صادرې کړي چې په کې ښځې او نجونې هدف ګرځول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ددغو فرمانونو او کړنلارو پراساس، د حرکت ازادي، د عقیدې او بیان ازادي، د کاروکسب فرصتونه، سیاسي او عمومي استازیتوب، زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاس رسی ډیر زیات محدودوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کولو لپاره د طالبانو هڅې د هغې له ډلې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او تاوتریخوالي په پراخه کچه د هغوی پر وړاندې، احتمالا په جنسي ځورونې او د بشریت پر وړاندې په جنایت باندې بدلیږي".

ددغه مرکز په باور طالبان اکثره خبریالان، ملکي کارکوونکي، بشري حقونو مدافعان او د پخواني رژیم مامورین په پراخه او سیستماتیک ډول ځوروي.

دغه مرکز ویلي دي چې هدفي بریدونه د ازادو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د پرله پسې فشارونو او د مدني فضا د تړلو له امله تر ډیره حده ندي رپوټ شوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د کلیدي ادارو د هغې له ډلې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د افغانستان د لویې څارنوالۍ د دفتر له منځه تللو له امله اوس مهال هیڅ یو خپلواکه اداره د بشري حقونو د اسنادو د ټولولو په برخه کې نشته دی".

طالبانو تراوسه ددغه مرکز د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو حکومت د نړیوالو ادارو دغسې راپورونه په کلکه رد کړي وو او ویلي دي چې دا حکومت د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG