ملګري ملتونه: دریو میاشتو کې له ۵۳۲ زرو زیات افغانان له خپل هیواد څخه وتلي دي

مهاجرت نړیوال سازمان وايي د ۲۰۲۴ کال د اپریل له لومړۍ د جون ترپایه ۵۳۲ زره او ۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د پنجشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۱۹(چنګاښ ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیرد چټکیدو سره هممهاله، لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه کړې ده.

مهاجرت نړیوال سازمان د خپلو ارزونو پراساس په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل د لومړۍ ورځې د جون د میاشتې تر پایه ۵۳۲۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او په دې موده کې ۸۵۸۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د مهاجرت نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د افغانستان د سرحدونو په اوږدو کې د څارنې بهیر بیرته پیل کړی دی چې ددغه سازمان د موندنو له مخې هره ورځ په زرګونو افغانان د ایران او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې یې ۸۱۲۹۹ کسانو سره مرکې کړي او له افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د ستنیدلو دلایل یې ورڅخه پوښتلي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د افغانانو د ایستلو پر پریکړه انتقاد کړی او ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې له دغو دوو هیوادونو څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان د راپور پر اساس ملګري ملتونه اوس مهال د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د اوسیدانې د مودې د غځولو پر سره خبرې کوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د ۱.۴ میلیونو افغانانو په ګډون ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل د نومبر تر لومړۍ له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړی وو، چې د ټاکلې نیټې وروسته یې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې لا هم دوام لري.

ملګرو ملتونو د جون په لسمه په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال تر پاې پورې ۴۹۲ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. همداشان د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون تر لومړۍ ورځې ۱۲۷ زره نور افغان کډوال هم له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو د عالي کیشنرۍ (UNHCR) د شمیرنو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۱ میلیون او په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان ګډوال اوسیږي.