د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تیره میاشت افغانستان کې د ۲۵۰ زره کسانو سره د خوړو مرسته شوې


ملګرو ملتونو وايي په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستنیدویه ادارې ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانوته مرستې برابرولی شي.
ملګرو ملتونو وايي په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستنیدویه ادارې ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانوته مرستې برابرولی شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان ۲۰۲۴ د سپټمبر په میاشت کې یې په افغانستان کې له ۲۵۰ زرو څخه زیاتو اړمنو کسانو ته د خوړو مرسته برابره کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۱۷( تلې ۲۶) رسنیو ته په یو استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شمیر کسانو ته د خوړو دا مرسته د چین په مالي ملاتړ برابره شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې خبرپاڼه کې په کابل کې د چین په سفارت کې د اقتصادي او سوداګریزو چارو قنسول ماچین ګوونګ له قوله ویلي: "په ټول افغانستان کې ټولې ټولنې په بې ساري ډول د لوږې حالت تجربه کوي. چین به په افغانستان کې د لوږې سره مخ افغانانو د ژوند د ژغورنې لپاره د خوړو مرستو برابرولو لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام سره ګډ کار ته دوام ورکړي."

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې چین دا مرسته په داسې حال کې کړې چې د ملګرو ملتونو دا پروګرام په افغانستان کې د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی چې ورسره په دغه هیواد کې د دغه پروګرام فعالیت هم د ګواښ سره مخ شوی دی.

ډبلیو ایف پي ویلي چې د بودجې د کمښت له امله یې په تیر۲۰۲۳ کال کې لس میلیونو اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو د برابرولو مرستې بندې کړې وې. دغه پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په دوبي کې یې هم د بودیجې د کمښت له امله یوولس میلیونو نورو افغانانو سره د خوړو مرستې بندې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې شمیرکې له دوو میلیونو څخه زیاتې میندې او د هغوی ماشومان هم شامل دي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره یې ددغه پروګرام له خوا ځانګړي خواړه ترلاسه کول.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي ویلي: " افغانستان په نړۍ کې د سختې لوږې سره مخ د یو هیواد په توګه پاتې دی او ددغه هیواد له درې برخو زیات وګړي د قوي خوړو د چمتو کولو توان چې هغوی له خوارځواکۍ وژغوري نلري".

میرمن لي ویلي چې په ټول افغانستان کې کورنۍ د ژمي په موسم کې د ژوند د تیرولو لپاره په بیړني ډول د خوړو مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دغه پروګرام سره د چین په مالي ملاتړ یې له دوو زرو ټنو څخه زیات د مقوي غنمو د اوړو په ګډون مقوي نباتي غوړي، دال نخود او مالګه په ۳۵ زره کورنیو چې د غړومجموعي شمیریې نږدې ۲۵۰ زره تنو ته رسیږي په ټول افغانستان کې ویشلي دي.

ددې دمخه ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې لږترلږه ۱۲ میلیونه کسان په دې نه پوهیږي چې راتلونکې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته امیدواره او ماشومانو ته د شیدې ورکوونکو میندواود پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې همدا اوس په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان د خوارځواکۍ له ناروغۍ څخه کړیږي.

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د چین له خوا دغه پروګرام سره د مالي مرستې په اړه دا راپور په داسې حال کې ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې" اوچا" ویلي چې جرمني هم افغانستان کې دغې ادارې سره د یوولس میلیونو یورو مرسته کړې ده.

اوچا د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷( تلې ۲۶) د ایکس په پاڼه د جرمني څخه ددې مرستې له امله مننه کړې اوویلي دي چې د یوولس میلیونو یورو دا مرسته به په روان ۲۰۲۴ کال کې د خلکو د ژوند ژغورولو په چارو په مصرف ورسیږي.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سرکې افغانستان کې اړمنو کسانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه چې تراوسه ورته ددغې بودیجې یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالره برابر شوي دي.

اوچا تیره اونۍ وویل چې په افغانستان کې په را روان ژمي کې اړمنو افغانانو ته د بشری مرستو د چمتو کولو لپاره له ۶۰۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته په بیړني ډول اړتیا لري.

اوچا د اکتوبر نهم (تلې ۱۸) په یو راپور کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ژمي د یو پلان د چمتو کولو خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغه پلان له مخې به ۶۰۳ میلیونه ډالره د ژمي لپاره د لومړنیو چمتوالي د ملاتړ په برخه کې د سرپناه د بیا رغونې، ګرمو کالیو او کمپلو د چمتو کولو لپاره په راتلوونکو دریو میاشتو په مصرف ورسیږي.

د اوچا د اټکل له مخې سږنی ژمی به ډیر "سوړ او یخ" وي، چې د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د وینا پراساس د اوارو د اورښت دمخه چې واورې مواصلاتي لارې بندې کړي اړتیا ده چې د خوړو په ګډون د ژمي د موسم دا بشری مرستې لیرو پرتو سیمو ته ورسول شي او په هغو سیمو کې ذخیره شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستنیدویه ادارې ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانو سره مرستې کولای شي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې، د اقلیم بحران څخه زیږیدلي ناورینونه، لزلزلې او په لوی شمیر وطن ته د افغان کډوالو ستنیدلو له امله له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی. ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو راپور کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې وه او ویلي و چې د بشري مرستو کمښت به په دغه هیواد کې د میلیونو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخ کړي.

ملګري ملتونه وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي، چې په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه کسان په لوړه کچه د لوږې له حالت څخه کړیږي.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران په پراخیدو اوس مهال په دغه هیواد کې ۶.۳ میلیونه په کوردننه بې ځایه شوي کسان شتون لري چې هغوی د ژمي په موسم کې د سړې هوا څخه د زیږیدلو ستونزو څخه کړیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG