د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په خاورې باندې د برید د محدودیت کمول؛ امریکا او بریتانیا د اوکراین غوښتنه ارزوي


د امریکا اوبرتیان د بهرنیو چاروزویرا اوکراین ته تللي
د امریکا اوبرتیان د بهرنیو چاروزویرا اوکراین ته تللي

متحدو ایالتونو او بریتانیا د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (سنبله۲۱) ژمنه وکړه چې د روسیې په خاورې کې دننه په بریدونو باندې د محدودیت اسانه کولو لپاره به د اوکراین پوځي غوښتنه ژر وارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي‌ دي چې واشنګټن به په دې اړه د اوکراین غوښتنه په عاجل ډول وارزوي او په دې مسئلې به به د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د ولسمشر بایدن او بریتانیا د صدراعظم کییر استامیر ترمنځ په خبرو کې بحث وشي.

بايډن چې د اوکراین کلکه ننګه کوي، مخکې ویلي وو چې د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ به د مخامخ جګړې د مخنیوي لپاره محتاطانه عمل کوي.

بریتانیا به سږکال له اوکراین سره د سلګونو دافع هوا د میزایلو مرستې وکړي، بریتانیا تل د وسلو په کارولو کې په اوکراین باندې د محدودیت لېرې کولو غوښتنه کړې.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف په دې اړه د روسیې د غبرګون په اړه وویل چې «مناسب ځواب» وویل شي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

په همدې حال کې امریکا او بریتانیا د سخت ژمي په درشل کې له اوکراین سره د ۱.۵ میلیارد ډالرو د نویو مرستو ژمنه هم وکړه.

د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلینکن او ډیویډ لامي له پولنډ څخه نهه ساعته په ټراین کې مزل وکړ او اوکراین ته ولاړل چې له کیف سره خپل پیوستون ښکاره کړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د اوکراین د جګړې او د جګړې د اینده په اړه د واشنګټن د دریځ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

بلینکن وویل چې امریکا به له اوکراین سره د ۷۱۷ میلیون ډالرو تازه اقتصادي ‌مرسته کوي- د دې مرستو نیمې به یې د سخت ژمي تر رسېدو مخکې د برېښنا د هغو تاسیساتو په رغولو کې، چې د روسیې په برید کې زیانمن شوی، ولګول شي-.

بلینکن د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین تورن کړ، چې «له ژمي څخه هم د وسلې په توګه» د اوکراین د خلکو په ضد کار اخلي.

هغه په کیف کې خبریالانو ته وویل: «زموږ ملاتړ به کم نه شي، زموږ یوالی به مات نه شي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوید لامي بیا له اوکراین سره د خپل حکومت د ۶۰۰ میلیون پونډو (۷۲۸ میلیون ډالر) اقتصادي مرستو په ژمنې ټېنګار وکړ.

په ټولنیزو رسینو کې په یو پوست کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لیکلي دي چې د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې «ډېرې حیاتې» خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د مرستو مننه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه: «دا مهمه ده چې د اوکراین دلایل واورېدل شي، چې اوږد واټن وېشتونکي وسلې، د جګړې په لومړیو کرښو کې د لواګانو تجهیز کول او د عادلانه سولې لپاره عمومي تګلاره په کې شامل دي.»

اوکراین غواړي چې اجازه ورکړل شي مرسته شوې وسلې د روسیې په خاورې کې دننه وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG