د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیه: باوري معلومات ښیي ایران روسیې ته توغندي استولي


د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو
د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ سپتمبر نهمه (وږي ۱۹) وویل چې متحدینو یې داسې استخباراتي معلومات شریک کړي چې ښيي ایران روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي دي.

اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی چې که دغه راپورونه تصدیق شي نو پر تهران به نوي بندیزونه ولګوي.

د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو وویل: "موږ روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د لیږل کېدو په اړه د متحدینو لخوا د چمتو شویو باوري معلوماتو څخه خبر یو... موږ له خپلو غړو هېوادونو سره په دې اړه نوره څېړنه کوو او که تائید شي، دا به پر اوکراین باندې د روسیې د غیرقانوني یرغل څخه د ایران د ملاتړ په اړه د پام وړ شواهد زیات کړي."

سټانو زیاته کړه چې "د اروپايي ټولنې د مشرانو ګډ دریځ تل روښانه دی. اروپايي ټولنه به له نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ کې چټک غبرګون وښيي چې په دې کې پر ایران باندې د پام وړ نویو بندیزونو لګول شامل دي."

وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې متحده ایالاتو اروپایي متحدینو ته خبر ورکړی چې ایران روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي.

کرملین د دوشنبې په ورځ په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې دغه راپور رد نکړ. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "موږ دا راپور لیدلی، هر ځل دا ډول معلومات ریښتیا نه وي."

پیسکوف زیاته کړه: "ایران زموږ مهم شریک دی، موږ خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکوو، موږ په ټولو ممکنه او حساسو برخو کې خپلې همکارۍ او ډیالوګ ته پراختیا ورکوو."

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د لویدیځ دا تورونه رد کړل چې په اوکراین کې د جګړې لپاره یې روسیې ته وسلې استولې دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل: "موږ دا ادعاوې په کلکه ردوو چې ایران د جګړې یو لوري ته وسلې صادروي."

لویدیځ له څو مياشتو راهيسې روسیې ته د توغندیو د ورکولو په ضد تهران ته خبرداری ورکړی دی. اروپايي ټولنې پر ایران باندې له دې کبله بندیزونه لګولي چې د اوکراين د جګړې لپاره یې مسکو ته بې پيلوټه الوتکې استولي.

روسیې ته د توغندیو د استولو راپور په داسې حال کې خپریږي چې کرملین د ژمي په درشل کې په اوکراین کې د بمباریو کمپاین ګړندی کړی دی.

د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ مسکو په اوکراین کې د خپلې جګړې دوام ته د اړینو وسلو د اکمالاتو لپاره ایران او شمالي کوریا ته مخه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG