د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سعودي ته تللی


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف دوشنبه سپټمبر نهمه (وږي۱۹) په ریاض کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د خلیج همکارۍ شورا د شپږو نورو هیوادونو چارواکو سره کتلي دي.

سره لدې چې ددې ملاقات ټول جزیات مطبوعاتو سره ندي شریک شوي خو د سعودي دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې ښاغلي لاوروف او ښاغلي سلمان په " تازه سیمه ایزو او نړیوالو انکشافاتو" خبرې کړیدي.

ښاغلي لاوروف همدرانګه د محمد بن سلمان سره تر ملاقات وړاندې د بحرین، عربي متحده اماراتو، قطر، کویټ او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي چې ټول یې په دودیزه توګه د متحده ایالاتو شریکان دي.

په اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته سعودي عربستان چې په نړۍ کې د نفتو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی، د کیف او مسکو تر منځ په شخړې کې بې طرفي ښودلې او د تیلو په پالیسۍ کې یې د مسکو سره له نږدې همکارې هم ساتلې ده.

سعودي عربستان همدارنګه د روسیې او اوکراین تر منځ د احتمالي منځګړي په توګه هم خپل موقف ساتلی دی.

د دې جګړې د پیل څخه وروسته د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي څو ځله سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللی او د ۲۰۲۳ میلادي کال د مې په میاشت کې د عرب لیګ هیوادونو مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره هم د جدې ښار ته تللی و.

د روسیې سره د تیلو په برخې کې د همکارۍ تر څنګ سعودي عربستان همدارنګه د اوکراین سره د میلونونو ډالرو بشري مرستو ژمنه کړې چې د هغو اوکراینیانو سره پکې مرسته هم شامله ده چې د جګړې له کبله نورو هیوادونو ته کډه شویدي.

د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم محمد البديوي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره تر ملاقات وروسته په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا شورا د اوکراین او روسیې تر منځ په جګړې کې ناپیلې ده.

ښاغلي البدیوي وویل چې د خلیج همکارۍ شورا غړي هیوادونه "د روسانو او اوکراینیانو تر منځ په برابرې فاصلې ولاړ دي".

عربي متحده اماراتو همدارنګه د همدې تیرې اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې د روسیې او اوکراین تر منځ د بندیانو په تبادلې کې یې منځګړتوب کړی و چې له مخې یې د دواړو هیوادونو ۲۳۰ بندیان خوشې شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG