د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې له کبله په ایراني او روسي بنسټونو بندیزونه ولګول


امریکايي چارواکي وايي چې ټاکنې له کومې ستونزې پرته وشوې.
امریکايي چارواکي وايي چې ټاکنې له کومې ستونزې پرته وشوې.

متحدو ایالتونو د ایران او روسیې په ځینو بنسټونو او ادارو باندې بندیزونه ولګول، دا ادارې تورنې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ په تازه ټاکنو کې یې د لاسوهنې هڅه کړې ده.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې۱۱) په یوې اعلامیې کې وویل چې د ایران د انقلابي ګارد د قول اردو په یوې څانګې او د روسیې د پوځي استخباراتي ادارې پورې تړلې یوې څانګې باندې یې بندیزونه لګولي دي.

اعلامیه وايي د دغو ادارو هدف دا و چې «سیاسي‌ او اجتماعي ستونزې جوړې کړې او د ۲۰۲۴ د متحدو ایالتونو په ټاکنو کې اغیز» پیدا کړي.

د مالیې وزارت وایي چې د ایران د ادراکي ډیزاین د تولید مرکز له ۲۰۲۳ کال راهېسې د نفوذ پیدا کولو هلې ځلې کوي،‌ همدغه راز په مسکو کې د جیوپولیټیکل کارپوهانو مرکز د کاندیدانو په اړه ناسم معلومات خپرول او د جعلي خبرونو د جوړولو او خپرولو لارښوونه یې کوله.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د روسیې د جیوپولیټیکل کارپوهانو مرکز تورن کړی، چې د «۲۰۲۴ په ټاکنو کې د ولسمشرۍ د یو مرستیال کاندید په اړه یې د بې اساسه تورونو» یوه ویدیو هم جوړه کړې، وزارت نه دي ویلي چې دا ویدیو د کوم مرستیال کاندید ولسمشر په اړه وه.

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ خپلې دیموکراتې سیالې کاملا هریس ماته ورکړه.

په اعلامیې کې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د مالیې وزارت د مرستیال براډلي سمیت له خولې ویل شوي: «د ایران او روسیې حکومتونو زموږ انتخاباتي بهیرونه او بنسټونه په نښه کړي وو او هدف یې دا و چې د ناسمو کمپاینونو له لارې په امریکایانو کې بې اتفاقي پیدا کړي.»

نوموړي ویلي دي: «متحده ایالتونه به هغوو دښمنانو ته بیدار ناست وي زموږ د دیموکراسۍ کمزوري کول غواړي.»

تر دې دمه ایران او روسیې د دغه تازه بندیز په اړه کوم غبرګون ښودلی نه دی، خو د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی و چې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ څو ورځې مخکې د امریکا په ټاکنو کې د ایران مداخله رد کړې وه.

دغې استازولۍ د امریکايي‌ رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «دا ډول ادعاګانې بې اساسه او بې اعتبار او مشروعې نه دي او په هېڅ ډول د منلو نه دي. د ایران اسلامي جمهوري د امریکا داخلي ستونزو او انتخاباتو کې نه داخلېږي.»

د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۴ کال نومبر په پنځمه نېټې وې. امریکايي چارواکي وايي چې ټاکنې له کومې ستونزې پرته وشوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG