د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې لپاره په ډرون جوړوونکو چینايي شرکتونو بندیزونه ولګول


په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې د مسکو او بیجینګ اړیکې پیاوړې شوي دي.
په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې د مسکو او بیجینګ اړیکې پیاوړې شوي دي.

متحده ایالاتو پنجشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۶) په چین کې په یو شمېر هغو شرکتونو بندیزونه اعلان کړل چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې لخوا د استعمالېدونکو بې پیلوټه الوتکو له جوړولو سره تړاو لري.

د امریکا د خزانې وزارت وویل چې دا پر هغو چینايي شرکتونو باندې د امریکا لومړني بندیزونه دي "چې د بشپړو وسلو د سیستمونو د جوړولو په برخه کې له روسي شرکتونو سره همکاري کوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وویل: "په لومړي ځل موږ ولیدل چې چینايي شرکتونه یوه وسله جوړوي او وروسته بیا هغه د روسيې له خوا په جګړه کې کارول کیږي."

میلر زیاته کړه: "د همدې لپاره موږ په نړیواله کچه له خپلو متحدینو او همکارانو سره په ګډه کار کوو ترڅو چین ته وښیو چې دا کار د منلو وړ ندی او د مخنیوي لپاره یې باید ګامونه پورته کړي."

په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې د مسکو او بیجینګ اړیکې پیاوړې شوي دي.

بیجینګ په دغه جګړه کې ځان بې طرفه بولي خو د امریکا په ګډون لویدیځ هېوادونه استدلال کوي چې د چین ډیپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ مسکو ته ددې توان ورکوي چې په اوکراین کې جګړه جاري وساتي.

د امریکا د تازه بندیزونو په غبرګونو کې چین د جمعې په ورځ وویل چې "پر چینايي شرکتونو باندې د متحده ایالاتو د یو اړخیزو غیرقانوني بندیزونو په کلکه مخالفت کوي او بې بنسټه تورونه او فشارونه یې نه مني."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ وویل: "چین د روسیې-اوکراین په بحران کې یو لوري ته هم هیڅ کله مرګانۍ وسلې ندي ورکړي او د ډرونونو په ګډون د خپلو دوه ګونو استعمالېدونکو توکو صادرات څاري او په پوځي برخه کې د ملکي ډرونونو د استعمال مخالفت کوي."

ویاندې زیاته کړه چې چین به د خپلو شرکتونو او اتباعو د حقونو او ګټو "د ټینګې ساتنې لپاره پرېکنده" ګامونه اوچت کړي.

د امریکا په دغو تازه بندیزونو کې د دوو چینايي شرکتونو ترڅنګ په روسیه کې یو شرکت هم په نښه شوی دی. په بندیزونو کې د یو روسي تبعه نوم هم راغلی چې ویل شوي چې د اوږده واټن ډرونونو په جوړولو کې لاس لري.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دغه ډرونونه د چین د کارپوهانو لخوا "طرح شوي" او د روسیې د دفاعي ادارو سره په همغږۍ د چین په فابریکو کې تولید شوي او وروسته روسیې ته لیږدول شوي چې په اوکراین کې په جګړه کې وکارول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG