د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین ۳۶ بې پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ، جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۱مه) وویل چې ددې هېواد د هوايي مدافعې ځواکونو د اوکراین سره پر پولې ۳۶ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې (ډرون) نسکورې کړې دي.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې روسي ځواکونو دغه بې پیلوټه الوتکې د برایانسک، کورسک او بیلګورډ سیمو کې ویشتلې دي.

د بلګورود والي ویاچیسلاو ګلادکوف د ټیلیګرام په ټولنیزې شبکې کې د یو پیغام په خپرولو سره ددغې سیمې په دوو کلیو کې د استوګنې یو شمېر کورونو ته د زیان د اوښتو خبر ورکړی او همدارنګه یې ویلي چې د اوکراین لخوا د یادو بریدونو وروسته د ګڼو سیمو بریښنا پرې شوې ده.

خو د برایانسک او کورسک مسؤلینو بیا ویلي چې د دوی په سیمو کې د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د بې پیلوټه الوتکو له دې بریدونو وروسته، د اوکراین هوايي ځواک د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوب او ختیځ کې چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د پرله پسې بریدونو هدف ګرځي، د روسیې لخوا د راکټي بریدونو خبرتیاوې خپرې کړې.

د دنیپروپتروفسک والي‌، سرهي لیسک د دوشنبې په ورځ د‌ ټیلیګرام په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې وویل، چې د روسي ځواکونو د راکټي بریدونو په‌ پایله کې د نیپرو په سیمه کې اووه تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی وویل چې د یکشنبې ورځې په ناوخته بریدونو کې، روسي ځواکونو د توغندیو او "کامیکازي" بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستي، چې د نیکوپول په سیمه کې یې څو ودانۍ او د ګازو یو پایپ لاین زیانمن کړی دی.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ ناوخته یو‌ځل بیا له هغو هېوادونو چې کیف ته پوځي مرستې برابروي، وغوښتل په روسیه کې پر پوځي اهدافو د برید په موخه پر اوکرايني‌ځواکونو د لویديځو وسلو د کارولو بندیزونه نور هم نرم کړي.

هغه وویل: "زموږ د خلکو د ساتنې لپاره روښانه پریکړو ته اړتیا ده. د روسیې د ورځني ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له لیرې واټن څخه برید او د هوايي مدافعې پرمختللې سیستم لرل اړینه ده. "

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تیره میاشت له بهرنیو خبریالانو سره په خبرو کې په لویدیځ نیوکه وکړه چې ولې اوکراین ته د لېرې واټن وېشتونکي ‌توغندي ورکړي. مسکو دا د اوکراین په جګړې کې د لویدیځ او متحدو ایالتونو ښکاره مداخله بولي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د اوکراین په ضد بریدونه پیل کړي دي. د اوکراین مقامات وايي په دغو بریدونو کې تر دې دمه یوازې ۵۵۱ ماشومان وژل شوي‌او ۱۳۹۶ نور ژوبل شوي دي.

لویدیځ او په خاص ډول متحده ایالتونه په دغې جګړې کې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي‌.

ددې رپوټ ځینې برخې د رویټرز او اسوشیټیډ پرس اژنس څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG