د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او شي د چین او روسیې اړیکې د نړۍ د ثبات لپاره مهمې وبللې


د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غويي ۲۷) د چین سره د خپل هېواد د مخ پر ودې اقتصادي اړیکو ستاینه وکړه او له بیجینګ څخه یې له دې کبله مننه وکړه چې د اوکراین جګړې ته د حل د لارې موندلو لپاره هڅه کوي.

پوتین د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره په بیجینګ کې په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې. دواړو مشرانو د مسکو او بیجینګ اړیکې وستایلې او دا یې د نړۍ د ثبات لپاره مهمې وبللې.

پوتين وويل: "زه به د چين د ولسي جمهوريت ولسمشر ته د اوکراين د کړکېچ اړوند د حالاتو په اړه معلومات ورکړم. موږ له خپلو چينايي ملګرو او همکارانو څخه د هغو نوښتونو له امله مننه کوو چې د دغې ستونزې د حل لپاره يې کړي دي."

د چین ولسشمر له پوتین سره په کتنه کې هغه خپل '"پخوانی ملګری" وباله او ویې ویل چې د چین او روسیې اړیکې "سولې ته ګټورې دي".

شي جينپينګ زياته کړه: "چين چمتو دی چې له روسيې سره په نړۍ کې د عدالت د ټينګښت لپاره کار وکړي." پوتین په خپل وار شي ته وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې "په نړیواله سطحه د توازن ساتلو ځواک" دی.

د کرملین د یوې اعلامیې له مخې پوتین څرګنده کړه چې د "روسیې او چین اړیکې له فرصت څخه ناوړه ګټه اخیستل ندي او نه هم د چا پر ضد دي."

پوتین زیاته کړه: "په ګډه، موږ د عدالت اصول او یو دموکراتیک نړیوال نظم ساتو چې څو قطبي واقعیتونه منعکس کوي او د نړیوال قانون پر بنسټ ولاړ دي."

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا وویل، د تړلو دروازو تر شا له خبرو وروسته، دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د "هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو" د ژورولو لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

د اوکراین مسئله

په مارچ کې یو ځل بیا د روسیې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو راهیسې دا بهر ته د پوتین لومړنی سفر دی. له دې یوه ورځ وړاندې نوموړي ویلي وو چې سرتیري یې په اوکراین کې په "ټولو جبهو" کې پرمختګ کوي.

مسکو وايي، له اوکراین سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتو دی، خو ټینګار کوي چې کیف باید واقعیتونه ومني او د روسیې سره د دونیتسک، خرسون، لوهانسک او زاپوریزیا سیمو الحاق ته غاړه کښیږدي.

چین په دغه شخړه کې د بې طرفۍ دریځ غوره کړی، هیڅکله یې د روسیې یرغل غندلی نه دی او په دې برخه کې یې د منځګړیتوب هڅه کړې ده.

لوېديځ هېوادونه وايي، د سولې مبهم وړانديزونه چې بېجينګ تېر کال صادر کړل، ښايي روسيې ته ددې توان ورکړي چې د اوکراين د نيول شويو سيمو ډېره برخه په خپل کنټرول کې وساتي.

په بیجینګ کې د خبرو پرمهال، پوتین همدارنګه د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د لویدیځ په مشرۍ پر امنیتي ایتلافونو باندې نیوکه وکړه، کوم چې د مسکو او بیجینګ دواړو لپاره د متقابلې اندیښنې ټکی دی.

هغه وویل چې په سیمه کې "تړلي نظامي-سیاسي اتحادونه" "ډیر خطرناک" او "بې ګټې" دي.

چین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د مسکو له خوا پر اوکراین له یرغل وروسته د روسیې تر ټولو مهم سیاسي او اقتصادي ملګری شو.

پوتین د پنجشنبې په ورځ د دغو مخ پر ودې اړیکو ستاینه وکړه، او لویدیځ یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کولو په هڅو تورن کړ.

د چین او روسیې سوداګري

پوتین وويل چې د روبل او يوان په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې ونډه له ٩٠ سلنې څخه زياته شوې ده.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: "او دا وده دوام لري، پدې معنی چې دوه اړخیزه سوداګري او پانګه اچونه په ډاډمنه توګه د دریمو هیوادونو له نفوذ څخه خوندي ده."

روسیې ته د چین صادرات په دې وروستیو کې چینايي‌ شرکتونو ته د متحده ایالاتو له هغو ګواښونو وروسته راټیټ شوي چې که دغه شرکتونه او بانکونه د روسیې سره د منع شويو توکو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي نو بندیز به پرې ولګیږي.

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې یو شمېر چینايي بانکونو د وېرې له امله له روسي شرکتونو سره ځینې راکړې ورکړې بندې کړې دي.

پوتين دغې مسئلې ته له اشارې پرته وويل، د روسيې او چين بانکونه او د تادياتو بنسټونه به خپلې اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG