د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن روسیه د امریکا په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنه کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره یې ځینې اقدامات په پام کې نیولي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره یې ځینې اقدامات په پام کې نیولي

واشنګټن د چهارشنبې په ورځ سپتمبر څلورمه (سنبله۱۴) روسیه تورنه کړه چې د متحدو ایالتونو په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي.

د امریکا حکومت وايي چې روسیه هڅه کوي د رسنیو له لارې ناسم معلومات خپاره کړي او «ناخبرې» اغیزناکې امریکایي څېرې د روسیې په دولتي رسنیو کې د تبلیغاتو خپرولو لپاره ګماري.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت وايي چې په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې او د مخربو بهرنیو ماموریتونو سره د مقابلې لپاره یې یو لړ اقدامات په پام کې نیولي دي.

دا وزارت وايي چې په دغو اقداماتو کې د روسیې د (RT) په مشرانو باندې بندیزونه هم شامل دي، دا د روسیې دولتي سازمان دی او د امریکا د عدلیې وزارت دا شبکه مجبوره کړې وه چې د یو بهرني عامل په توګه ځان ثبت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د ویزو ځینې محدودیتونه هم په پام کې نیولي. تر دې مخکې د امریکا استخباراتي ادارو ویلي وو چې روسیه د ناسمو معلوماتو څخه په استفادې سره هڅه کوي چې د امریکا په ټاکنو باندې اغیز ولري.

د امریکا د عدلیې وزارت مرستیالې لیزا موناکو تېره میاشت ویلي وو چې روسیه د امریکا د انتخاباتو لپاره «لوی ګواښ» دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي چې په نویو محدودیتونو کې د «عدالت لپاره جایزې» هم شاملې دي.

د روسیې په اړه تر ډېره لویه اندېښنه د ناسمو معلوماتو له پلوه ده چې د نومبر په میاشت کې د انتخاباتو لپاره طرحه شوي، چې د امریکا ضد ځینو پیغامونو د خپرولو لپاره د ار ټي په ګډون د ځینو رسنیو څخه کار اخیستل او د جعلي ویبسایټونو له لارې د شبکو او د ټولنیزو رسنیو د حسابونو جوړول په کې شامل دي.

په ځینو برخو کې به امریکایان هېڅ نه پوهېږي چې انلاین معلومات چې لولي، یا به مسکو خپاره کړي وي او یا به د مسکو په مرسته خپاره شوي وي.

ځینو مقاماتو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي چې د کرملین سره تړلیو ډلو په زیاتېدونکي ډول د بازار موندنې او ارتباطاتو شرکتونه ګماري چې په بهر کې د تبلیغاتو ځینې برخې په داسې ډول خپرې کړې چې کومه نښه ترې هم پاتې نه شي.

متحدو ایالتونو د مارچ په میاشت کې په همداسې دوه ډول شرکتونو باندې بندیزونه ولګول. امریکایي رسنیو وویل چې د روسیې دوو جعلي ویبسایټونو په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حسابونه جوړ کړي وو چې د کرملین ناسم معلومات خپاره کړي.

دغو امریکايي مقاماتو ویلي دي چې د روسیې هدف دا دی چې دا معلومات د امریکایانو له لوري خپاره کړي، ځکه چې خلک تر ډېره په هغو معلومات باور کوي چې سرچېنې یې داخلي وي.

د دغه راپور تر خپرېدو پورې په واشنګټن کې د روسیې سفارت په دې اړه پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو حکومتونو په ملاتړ د هغو عاملینو افشا کول روان ساتي «چې زموږ داخلي تاسیسات کمزوري کوي او له هغوی سره به حساب او کتاب» کوي.

د دغه راپور په لیکلو کې د اسوشیتدپرس له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG