د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په نویو بندیزونو کې د روسیې مالي بنسټونه په نښه کړل


د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲(جوزا۲۳) په څه باندې ۴۰۰ هغو کسانو او بنسټونو باندې بندیزونه ولګول، چې «محصولات او خدمات» یې روسیه د دې جوګه کوي چې د اوکراین په ضد جګړه روانه وساتي او یا لګول شوي‌ بندیزونه لېرې کړي.

د امریکا د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو بندیزونو کې لسګونه شرکتونه او بنسټونه چې په چین، روسیې، ترکیې، ‌متحدو عربو اماراتو او نورو هېوادونو کې دي، شامل دي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیرې جنیت یلن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د روسیې جنګي اقتصاد له نړیوال مالي سیتسم څخه منزوي شږی او دغه کار د کرملین پوځ مجبور کړی، چې بهرنۍ نړۍ ته لاس وغخوي.»

هغې ویلي دي چې دا بندیزونه به هغه لارې او سرچېنې وځپي چې روسیې ته ترې مواد او تجهیزات برابرېږي.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي‌ دي چې د دغو بندیزونو هدف د هغو مالي موسسو په وړاندې د خطرونو زیاتوالی دی چې د روسیې له جنګي‌ اقتصاد سره سر او کار لري.

په همدې حال کې د امریکا مالیې وزارت په څه باندې ۱۰۰ هغوی بنسټونو او شخصتیونو باندې بندیزونه لګولي دي، چې د روسیې د انرژۍ په انکشاف، فلزاتو، معدني محصولاتو او صادراتو د ظرفیت په برخو کې دخېل دي او د اوکراین په جګړې کې د روسیې قابلیتونه قوي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ له ټولو وسیلو څخه کار اخلو چې د جګړې د پرمخ بیولو په برخه کې د روسیې د ګټې اخیستو مخه ونیسو او د روسیې پوځي-صنعتي بنسټونه ګډوډو او تر څو پورې چې پوتین د اوکراین په ضد خپله جګړه روانه ساتي، لګښتونه به لوړو.»

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل راهېسې متحدو ایالتونو په څه باندې ۴۰۰۰ شرکتونو بندیزونه لګولي دي. دا نوي بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د جي-۷ هېوادونو مشرانو په ایټالیا کې سره راټولېږي چې له اوکراین سره په مرستو خبرې وکړي.

په همدې حال کې د فرانسې جمهوري ریاست وايي چې د نړۍ د اوو اقتصادونو مشرانو موافقه کړې چې د روسیې د ګنګل شویو پېسو له ګټو څخه به د روان کال تر پای پورې اوکراین ته ۵۰ میلیارد ډالر مرسته برابروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG