د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر امریکا باندې فضا ته د وسلو لیږدولو تور لګولی


واشنګټن وايي "د روسیې لخوا رامنځته شوې د سپوږمکیو ضد وړتیا" په اړه اندیښمن دی.
واشنګټن وايي "د روسیې لخوا رامنځته شوې د سپوږمکیو ضد وړتیا" په اړه اندیښمن دی.

روسیې د سه شنبې په ورځ می ۲۱ (غبرګولي ۱) وویل چې متحده ایالتونه په فضا کې د وسلو د ځای په ځای کولو په لټه کې دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ ددې موضوع په اړه د روانې ترینګلتیا په لړ کې، روسیې دا تور یوه ورځ وروسته له هغه لګولی چې واشنګټن په ملګرو ملتونو کې د روسیې د وسلو د نه پراختیا وړاندیز ویټو کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یو بیان کې وویل: "هغوی یو ځل بیا وښودله چې د بهرنۍ فضا په برخه کې یې اصلي لومړیتوبونه له هر ډول وسلو څخه د فضا پاکول نه بلکې په فضا کې د وسلو ځای پر ځای کول او فضا د پوځي مقابلې په ډګر بدلول دي."

دواړو زبرځواکونو په وروستیو میاشتو کې پر یو بل باندې فضا ته د وسلو لیږدولو ګڼ تورونه لګولي دي.

د فبرورۍ په میاشت کې، د متحده ایالاتو رسنیو وویل چې یو شمېر استخباراتي ادارو خپلو متحدینو ته د روسیې له لورې فضا ته د اتومي وسلو د لیږدولو د شونتیا په اړه خبرداری ورکړی. ددې راپورونو له خپرېدو وروسته، واشنګټن وویل چې "د روسیې لخوا رامنځته شوې د سپوږمکیو ضد وړتیا" په اړه اندیښمن دی.

مسکو دا تورونه "بې اساسه" وبلل او ویې ویل چې دا ډول سیسټمونه نلري. له هغه راهیسې روسیې پر امریکا باندې ورته تورونه لګولي دي.

په روانه قضیه کې دواړو هېوادونو د وسلو د خپرولو د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې پیشنهادونه وړاندې کړي دي.

روسیې تېره میاشت د امریکا وړاندیز ویټو کړ، په داسې حال کې چې د مسکو وړاندیز د دوشنبې په ورځ د امریکا، بریتانیا او فرانسې له خوا رد شو.

مسکو ویلي چې د امریکا وړاندیز یوازې پر اتومي وسلو متمرکز دی او واشنګټن په فضا کې د وسلو د بشپړ بندیز لپاره جدي نه دی.

د متحده ایالاتو استازي رابرټ ووډ د روسیې دا وړاندیز چې په ټولو هیوادونو یې غږ کړی چې "په فضا کې د وسلو د ځای پرځای کولو د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي"، د عامه ذهنیتونو د مغشوش کولو هڅه او یوه "دپلوماتیکه لوبه" وبلله.

زاخارووا د سه شنبې په ورځ وویل چې روسیه به "د بهرنۍ فضا د هر ډول وسلو څخه پاک ساتلو او د تاوتریخوالي او وسله والې مقابلې د مخنیوي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي."

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله، له مسکو سره د واشنګټن اړیکې ترینګلي شوي او یو لړ بندیزونه یې ورباندې لګولي دي، خو فضا یوازنۍ برخه ده چې دواړه هیوادونه لاهم له یو بل سره تر یوې اندازې همکاري لري.

په نړیوال فضايي سټیشن کې د دواړو هیوادونو کسان ګډ کار کوي. واشنګټن او مسکو دواړه په خپلو فضايي بیړیو کې دغه سټیشن ته د یو بل ستورمزلي لیږدوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG