د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: د روسیې د ګنګل شویو پېسو له ګتو څخه به ۵۰ میلیارد ډالر اوکراین ته برابر شي


د فرانسې جمهوري ریاست وايي چې د نړۍ د اوو اقتصادونو مشرانو موافقه کړې چې د روسیې د ګنګل شویو پېسو له ګټو څخه به د روان کال تر پای پورې اوکراین ته ۵۰ میلیارد ډالر مرسته برابروي.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په ایټالیا کې د جي-۷ هېوادونو غونډه وشي چې هدف یې له اوکراین سره مرسته کول دي. د فرانسې جمهوري ریاست په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دې اړه تر غونډې مخکې«موږ موافقه» وکړه.

د جي-۷ مشرانو هدف دا دی چې د روسیې د مرکزي بانک د ۳۰۰ میلیون ګنګل شویو یورو(۳۲۵ میلیارد ډالر) له ګټو څخه اوکراین ۵۰ میلیارد ډالر پور برابر کړي.

د فرانسې جمهوري ریاست وايي چې په اصل کې له اوکراین سره دا ډول مرسته کول د امریکا مفکوره وه. یوې سرچېنې ویلي دي که د روسيې کنګل شوې شتمنۍ پرېښودل شي او یا د کوم بل دلیل له کبله دا مرستې کافي نه وي، د جي-۷ هېوادونو غړي به د دغو مرستو بار په اوږو واخلي.

اروپايي ټولنې څه موده مخکې دا تائید کړې وه چې د روسیې د مرکزي بانګ د کنګل شویو پېسو په سود باندې به اوکراین ته وسلې واخلي.

اروپايي ټولنې ښودلې چې په دې کار سره به د کال درې میلیارد یورو (۳.۳میلیارد ډالر) ترلاسه شي چې د روسیې سره په جګړې کې د اوکراین سره مرسته وشي.

د بلجیم حکومت، چې اوس د اروپايي ټولنې نوبتي مشري په غاړه لري، په ایکس کې په خپلې رسمي پاڼې کې لیکلي وو چې د اروپايي ټولنې شورا تائید کړه چې د روسیې د ګنګل شویو شتمنیو عاید او سود به له اوکراین سره په مرستو کې ولګول شي، چې د «ځان څخه دفاع» وکړي او د روسیې د یرغل له کبله د «بیا رغونې چارې» مخې ته یوسي.

اروپايي ټولنې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د مسکو د مرکزي بانک ۲۰۰ میلیارد یورو (۲۲۰ میلیارد ډالر) ګنګل کړل. د ګنګل شویو شتمنیو ۹۰ سلنه یې په بلجیم کې د «یورو کلیر» مالي بنسټ کې ساتل کېږي.

تر دې دمه روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي خو څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا خبرداری وکړی چې باید د روسیې ګنګل شویو شتمنیو څخه کار وانخیستل شي او که دا کار وشي له جدي غبرګون او حقوقي عواقبو سره به مخامخ شي.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف هم ویلي دي چې د روسیې د شتمنیو د ګنګل کېدو په اړه «قانوني لارې چارې» شته روسیې به له دغو لارو چارو څخه د خپلو ګټو څخه په «نه تمامېدونکي ډول» دفاع وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG