د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن له اوکراین سره ۱.۲۵ میلیارد ډالر پوځي مرسته اعلان کړه


په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې، کیف ته د سویډن مرستې له ۱۰۰ میلیارد کرونرو اوښتي او په دې توګه اوکراین د سویډن د ترټولو زیاتو مرستو ترلاسه کوونکی هیواد دی.
په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې، کیف ته د سویډن مرستې له ۱۰۰ میلیارد کرونرو اوښتي او په دې توګه اوکراین د سویډن د ترټولو زیاتو مرستو ترلاسه کوونکی هیواد دی.

سویډن د چهارشنبې په ورځ می ۲۹ (غبرګولي نهمه) له اوکراین سره ۱۳.۳ میلیارد کرونر (۱.۲۵ ملیارد ډالر) پوځي مرسته په داسې حال کې اعلان کړه چې له تیرو درې کلونو راهیسې له روسیې سره په جګړه بوخت کیف د خپلو لویدیځو ملاتړو د مرستو له کمښت سره مخامخ دی.

سویډن په مارچ کې په رسمي توګه له ناټو سره یوځای شو. له اوکراین سره ددغه هېواد په تازه اعلان شوې مرسته کې، اې ایس سي ۸۹۰ ډوله استخباراتي الوتکې، د ار بي ۹۹ ډوله له هوا څخه هوا ته د منځني واټن ویشتونکي توغندي، توپونه، او د پي بي وي ۳۰۲ ډوله زغره والو پرسونل وړونکو وسایطو یوه ټولګه شامله ده.

د سویډن د صدراعظم مرستیال ایبا بوش خبریالانو ته وویل: "دا د ۱۳.۳ میلیارد کرونر په ارزښت له اوکراین سره د سویډن د مرستو ۱۶مه او ترټولو لویه بسته ده."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ایکس شبکه کې خپور شوي یو بیان کې، د مرستې دا کڅوړه "د اوکراین د دفاعي ځواکمنتیا لپاره مهمه" وبلله.

هغه لیکلي چې د سویډن مرستې "نه یوازې د اوکراینیانو ژوند ژغوري، بلکې دا په اروپا کې د اوږدې مودې سولې او امنیت ډاډمنولو کې هم مرسته کوي. "

د سویډن د دفاع وزیر پال جانسن یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د اې اس سي ۸۹۰ ډوله استخباراتي الوتکې به په ځانګړې توګه د اوکراین د هوایي دفاع لپاره ګټورې وي، کوم چې "د توغول شويو کروز توغنديو او ډرونونو او همدارنګه په ځمکه او سمندر کې د هدفونو په تشخیص کې مرسته کوي."

ستاکهولم همدارنګه اوکراین ته د خپلو ګریپین جنګي جټ الوتکو استول رد نکړل، خو د سه شنبې په ورځ یې وویل چې د اوکراین ملاتړي د هوايي ځواک ایتلاف ورڅخه غوښتي چې ددې الوتکو ورکړه وځنډوي ځکه چې دوی د اوکراین هوايي ځواکونو ته د امریکايي اف ۱۶ ډوله الوتکو ورکولو ته لومړیتوب ورکوي.

سویډن همدارنګه په وروستیو ورځو کې د اوکراین د انرژۍ له سکتور سره چې د روسیې د مسلسلو بریدونو لاندې راغلی دی، د ۶۵۰ میلیون کرونرو مرستې برسېره، ددغه هېواد د ملکي او پوځي برخو سره د راتلونکو دریو کلونو لپاره ۷۵ میلیارد کرونر مرسته اعلان کړې ده.

له دې سره، په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې، کیف ته د سویډن مرستې له ۱۰۰ میلیارد کرونرو اوښتي او په دې توګه اوکراین د سویډن د ترټولو زیاتو مرستو ترلاسه کوونکی هیواد دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG