د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن په رسمي ډول د ناټو غړی شو


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (ښۍ) د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن څخه له ناټو سره د سویډن د الحاق د اسنادو ترلاسه کولو پرمهال وویل: "ښه شیان هغه چا ته رسیږي چې صبر کوي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (ښۍ) د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن څخه له ناټو سره د سویډن د الحاق د اسنادو ترلاسه کولو پرمهال وویل: "ښه شیان هغه چا ته رسیږي چې صبر کوي."

پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل څه باندې دوه کله وروسته، سویډن د پنجشنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۷) په واشنګټن کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) دوه دېرشم غړی هېواد شو.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن په دې مراسمو کې وویل چې هیواد یې د خپلې ازادۍ او ډموکراسۍ د دفاع لپاره له ناټو سره یوځای کیږي. د هغه په وینا، "سویډن نن ورځ د تیر په پرتله خوندي هیواد دی."

کریسټرسن دا هم وویل چې د سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای کیدلو وښودله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نورو هیوادونو د خپل نظر د تحمیلولو په هدف کې پاتې راغلی دی.

د سویډن صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د ناټو د غړیتوب وروستي اسناد د امریکا حکومت ته وسپارل.

دا په یوه اوږده پروسه کې وروستی ګام دی چې د ناټو په پوځي اتحاد کې د شاملیدو لپاره د ټولو غړو ملاتړ ترلاسه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له کریسټرسن څخه د سویډن د الحاق د اسنادو ترلاسه کولو پرمهال وویل: "ښه شیان هغه چا ته رسیږي چې صبر کوي."

بلینکن د هغو نظرپوښتنو په حواله چې له ناټو سره د یوځای کیدو په اړه د سویډن د خلکو په نظر کې بدلون ښیې، وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د پراخ یرغل وروسته "هرڅه بدل شوي دي."

هغه زیاته کړه: "سویډنیان یو مهم ټکي ته متوجه شوي دي." هغه زیاته کړه: "که پوتین غواړي یو ګاونډي هېواد له نقشې څخه حذف کړي، ممکن په همهغه یو هېواد بسنه ونکړي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم په یو بیان کې وویل چې په ناټو کې د سویډن شاملیدل دا اتحاد "د پخوا په پرتله ډیر متحد، ډیر هوډمن او ډیر متحرک کړی دی" او زیاته یې کړه چې په دې تړون کې د سویډن او فنلنډ شاملول د "دوو تکړه پوځونو" د اضافه کولو په مانا دي.

سویډن چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته یې په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه، په نړۍ کې د دغه ستر پوځي اتحاد دوه دېرشم غړی شو.

فنلنډ تېر کال د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ. په ناټو کې د نوي غړي منل د دې پوځي تړون د ټولو غړو مثبتو رایو ته اړتیا لري او هنګري د ناټو وروستی غړی هېواد و چې د سویډن غړیتوب ته یې رایه ورکړه.

تر دې وړاندې ترکیې هم په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مخه نیولې وه، خو د دغه هېواد پارلمان له یو کال ځنډ وروسته د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG