د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې ته د ځواک ښودلو په نیت ناټو تر سړې جګړې وروسته تر ټولو ستر نظامي تمرینات پیل کړي


عکس: د ناټو د عملیاتو یوه څنډه
عکس: د ناټو د عملیاتو یوه څنډه

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو په روانې اوونۍ کې په ټولې اروپا کې روسیې ته د ځواک ښودلو او خبرداري په هدف تر سړې جګړې وروسته تر ټولو ستر نظامي تمرینات پیل کړي.

ټاکل شوې پدې نظامي تریناتو کې چې "ټینګ مدافع ۲۰۲۴ عملیات" نومیږي د ناټو د غړیو هیوادونو شاوخوا ۹۰ زره نظامي پرسونل پکې برخه ولري.

د تمریناتو مسؤلینو ویلي چې ۵۰ د بحري ځواکونو کښتۍ، ۸۰ الوتکې او تر ۱۰۰۰ پورته نظامي موټر به پدې نظامي تمریناتو کې شامل وي.

د نړۍ دې تر ټولو ستر نظامي سازمان چې ۳۱ غړي هیوادنه لري جمعه جنوري ۲۶ (سلواغې شپږمه) ویلي چې ددې نظامي تمریناتو په کولو سره ناټو غواړي وښیي چې د اروپا په شمال کې د لوړو څوکو څخه نیولې تر ختیځې اروپا پورې په څو زره کیلو مټره سیمه کې د څو میاشتو لپاره پیچلي او ډول ډول عملیات کولی او دوام ورکولی شي.

د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ تیره اوونۍ په برسلز کې خبریالانو ته ویلي و دا نظامي تمرینات پدې خاطر کوي چې په مسکو کې " هر ډول هغه ناسم اټکلونه او سوی تفاهمونه" لیرې کړي چې د ناټو د هر انچ خاورې د دفاع لپاره د دې سازمان د چمتوالي په هکله شته دي.

ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه وویل چې تر څو چې ناټو دا شان چمتوالی ښیي، په هیڅ غړي به یې برید ونشي.

په عین حال کې د مبصرینو سره چې د اروپا لویې وچې په هکله معلومات لري دا اندیښنه ده چې یو شمیر سیمو ته په ټاکلي وخت د سرتیرو او موادو رسول به د ناټو لپاره یوه غټه ستونزه وي.

په واشنګټن ډي سي کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د اروپایي چارو مبصره لیانا فاکس امریکا غږ ته وویل، " تاسو څنګه هلته ځان ژر رسولی شئ؟".

دا مبصره وایي چې په اوکراین د روسیې یرغل دا وښودله چې په دا شان پیښو کې ور عمل کول دا معنی لري چې یو هیواد کولی شي د ناټو یو غړي هیواد یوه برخه ونیسي او ناټو یې د برید پر وخت د دفاع پر وخت باید د بیرته نیولو لپاره اقدام وکړي.

سویډن چې هیله لري په راتلونکو میاشتو کې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي، پدې نظامي تمریناتو کې برخه اخلي. دا د ۱۹۸۰لسیزې راهیسې دناټو تر ټولو ستر نظامي تمرینات دي.

ترکیې تیره اوونۍ پدې سازمان کې د سویډن غړیتوب منظور کړی او هنګري د ناټو یوزاینی غړی هیواد دی چې لا یې د سویډن غړیتوب ندی منلی.

فنلنډ او سویډن په اوکراین د روسیې یرغل څخه وروسته په ناټو کې د غړیتوب لپاره خپل اسناد وسپارل. سره لدې چې فنلنډ د تیر کال اپریل په میاشت کې د نړۍ دې تر ټولو ستر نظامي تړون ۳۱ م غړی شو خو د ترکیې او هنګري مخالفت له کبله د سویډن غړیتوب څه باندې دوه کاله کیږي چې ځنډیدلی.

د دې سازمان د قانون له مخې که یو بشپړ غړی هم د کوم هیواد غړیتوب سره مخالفت وښي، غړیتوب نه ورکول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG