د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه اوکراین ته د میراژ جټ الوتکې ورکوي


د فرانسې او اوکراین ولسمشران
د فرانسې او اوکراین ولسمشران

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې جون شپږمه (جوزا ۱۷) اعلان وکړ چې له اوکراین سره د مرستو په لړ کې د میراژ-۲۰۰۰ جنګي جټ الوتکې ورکوي.

مکرون وویل: «سبا به خپله نوې پوځي مرسته پيلوو او د میراژ-۲۰۰۰۰ جنګي جټ الوتکو انتقال به علان کړو...او د اوکراین پیلوټان به په فرانسې کې وروزو.»

هغه وویل چې د جمعې په ورځ به د اوکراین له ولسمشر سره وویني‌ او هغه ته به ووايي چې د اوکرایني پیلوټانو روزنه به په اوړي کې پيل شي.

امانویل وویل چې معمولآ به د اوکراین پیلوټان د روزنې لپاره پنځو یا شپږ میاشتو ته اړتیا ولري.

نوموړي‌ ونه ویل چې اوکراین ته به د میراژ څه ډول الوتکې ورکوي. هغه زیاته کړه چې اوکراین د سرتېرو د روزنې په برخه کې له لویې ستونزې سره مخامخ دی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته لسګونه زره نور سرتېري چمتو کړي.

هغه وویل چې فرانسه به د اوکراین ۴۵۰۰ لوا تجهیز او وروزي، چې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو څخه وروسته د خپلې خاورې څخه دفاع وکړی. کیف په اروپايي هېوادونو باندې فشار راوړی چې پوځي مرستې ورسره وکړي.

مکرون وویل چې اوکراین غواړي اروپايي روزونکي په هغه هېواد کې مېشت شي، خو روسیې خبرداری ورکړی دی چې بهرني‌روزونکي به د مسکو مشروع هدف وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG