د لاس رسي وړ اتصالات

ستولتنبرګ: ناټو اوکراین ته د ځواکونو د لیږلو لپاره هیڅ ډول طرحه نلري


د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینس ستولتنبرګ
د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې دغه تړون اوکراین ته د ځواکونو د لیږولو لپاره هیڅ ډول طرحه نلري، که څه هم چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته د ناټو زیات شمیر غړو هیوادونو کیف ته وسلې برابرې کړي دي.

ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) فنلند ته د سفر په ترڅ کې وویل: "ناټو هیڅ داسې طرحه نلري چې اوکراین ته ځواکونه واستوي."

خو بیا هم د ناټو د عمومي منشي په وینا دغه تړون د اوکراین "اوږدمهاله تمویل" ته ژمن دی تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ناټو "د هر څومره وخت لپاره چې لازم وي د اوکراین تر څنګ ودریږي".

ستولتنبرک وویل: "پدې وروستیو میاشتو کې اوکراین ته د پوځي ملاتړ د برابرولو په برخه کې ځنې نیمګړتیاوی، ځنې ځنډیدنې لیدل شوي...باید ډاډ ترلاسه کړو چې بیا داسې رامنځته نشي."

وروسته له هغه چې فنلند پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په دلیل په پوځي تړون کې د نه ګډون د ناپیلې پالیسۍ نه لاس واخیست او د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د په ناټو کې شامل شو، دا هغه هیواد ته د ستولتنبرګ لومړنی سفر دی.

ستولتنبرګ دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د ناټو، کوم غړي هیواد ته د روسیې ګواښ متوجه دی او که نه، خبریالانو ته وویل: "د ناټو کوم غړي هیواد ته نژدې پیښیدونکی ګواښ نه ګورو...دا مفکوره سمه نده، چې ګواکې د یوې بلې جګړې لپاره معکوسه شمیرنه روانه ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG