د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: بایډن له زیلینسکي سره په فرانسه او ایټالیا کې ګوري


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ جون څلورمه (د غبرګولي ۱۵) وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به په روانه اونۍ کې د فرانسې په نورماندي او بیا په ایټالیا کې د جي۷ په غونډه کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره وګوري او د روسیې پر وړاندې د کیف د جګړې په اړه به خبرې وکړي.

له زیلینسکي سره د بایډن د دوو پرله پسې ملاقاتونو اعلان وروسته له هغه کیږي چې پر بایډن انتقاد وشو چې په سویس کې د اوکراین د سولې په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون نه کوي او پر ځای یې د خپلو انتخاباتي مبارزو لپاره د بسپنې راټولولو په یوه غونډه کې برخه اخلي.

بایډن د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د فرانسې په نورماندي کې د متحدنیو د ځواکونو د پیاده کېدو (ډي ورځې) په اتیایمې کلیزې کې ګډون کوي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پاریس ته پر لاره خبریالانو ته وویل چې بایډن به په دې ترڅ کې "له ولسمشر زیلینسکي سره د ناستې فرصت ولري."

سلیوان وویل: "هغه به له زیلینسکي سره په اوکراین کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي او دا چې موږ څنګه کولای شو د اوکراین لپاره خپل ملاتړ دوامدار او ژور کړو. "

سلیوان زیاته کړه چې بایډن به د جون له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې د ایټالیا په باري کې د اوو ستر اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي۷) په غونډه کې له زیلینسکي سره بیا وګوري او د اوکراین د جګړې د ملاتړ لپاره د روسیې د کنګل شویو پیسو پر کارولو به تمرکز وکړي.

سلیوان وویل: "د څه باندې یوې اونۍ په موده کې به ولسمشر [بایډن] له ولسمشر زیلینسکي سره دوه پرله پسې لیدنې کتنې ولري."

خو بیا هم بایډن د اوکراین په اړه په هغه سرمشریزه کې ګډون نه کوي چې د جي۷ د غونډې په تعقیب د سویس په لوڅرن کې دایریږي. زیلینسکي ویلي دي چې په دې غونډه کې د هغه نه ګډون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پیاوړی کوي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او سلیوان به د ولسمشر پر ځای د سویس په غونډه کې ګډون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG