د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: پوتین د 'ځپنې او ډار' په زور ټاکنې ګټلې


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل وايي چې د شپږو نورو کالونو لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادیمیر پوتین بیا انتخاب کېدل «ازاد او عادلانه» نه دي.

جوزیپ بوریل وايي چې په روسیې کې په انتخاباتو کې سیاسي مخالفان ځپل شوي وو او په ټاکنو د څار لپاره بهرني ناظران هم نه وو.

نوموړي نن دوشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «دا انتخابات د ځپنې او ترهې په اساس شوي دي.»

د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي دي چې ټول هغه کاندیدان د ټاکنیزو مبارزو څخه حذف شوي وو چې په اوکراین کې یې د روسیې د جګړې مخالفت کاوه، وايي له همدې کبله «روسان له خپل رښتیني انتخاب څخه» بې برخې کړل شوي وو.

په روسیې کې انتخابات تېره ورځ ختم شول او راپورونه وايي چې ولسمشر پوتین له کوم قوي سیاسي مخالفت پرته ټاکنې ګټلې او د شپږو نورو کالونو لپاره واکمنۍ ته ځان چمتو کوي.

په ټاکنو کې د هغه سره کوم قوي سیال نه و او د هغه سر سخت سیاسي سیال الیکسي نوالني تېره میاشت په زندان کې مړ شو او د پوتین نور مخالفان یا بندیان شوي‌ او یا له روسیې څخه د باندې د تعبید ژوند کوي. نور ټاکنیز سیالان د کرملین نژدې ملګري بلل کېږي.

ټاکنې په هغو سیمو کې هم وشوې چې روسیې په دې وروستیو کې له اوکراین څخه جلا کړې او له خپلې خاورې سره یې یو ځای کړې دي. خو اروپايي ټولنې په دغو سیمو کې ټاکنې غندلې او ویلي دي چې «د اوکراین په ځمکو کې به نه شوې ټاکنې او نه به یې پایلې ومني».

د نوالني میرمنې له اروپايي ټولنې څخه غوښتي وو چې ولادیمیر پوتین د روسیې د مشروع ولسمشر په توګه ونه مني، خو اروپايي ټولنې په خپلې اعلامیې کې د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي. مګر دا خبره یې کړې ده چې توقع کېږي د اروپايي ټولنې د وزیرانو په غونډې کې د روسیې د زندان په هغو مقاماتو باندې بندیزونه ولګول شي چې د الیکسي نوالني په مړینې کې دخیل دي.

د اروپايي ټولنې دپلوماتانو فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې په دغو نویو بندیزونو کې د روسیې ۳۳ افراد او دوې ادارې په نښه کېږي. د نوالني سیاسي ملګري وايي چې د نوالني د مړینې په غبرګون کې داسې محدود عکس العمل به په کرملین باندې کوم اغیز ونه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG