د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د شپږو نورو کلونو واکمنۍ لپاره ځان چمتو کوي


د پوتین سرسخت مخالف الیکسي نوالني تېره میاشت په زندان کې مړ شو او نور منتقدین یې یا بندیان دي او یا په تبعید کې ژوند کوي
د پوتین سرسخت مخالف الیکسي نوالني تېره میاشت په زندان کې مړ شو او نور منتقدین یې یا بندیان دي او یا په تبعید کې ژوند کوي

داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یکشنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته ځان د شپږو نورو کلونو واکمنۍ لپاره چمتو کوي. پوتین په روسیې باندې تقریبآ ۲۵کاله واکمني کړې.

د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د رایه ورکوونکو لپاره کوم بل ځانګړی بدیل او انتخاب موجود نه و، پوتین یا خپل مخالفان ځپلي او یا هم مخالفان یې له هېواد څخه وتلي دي.

د روسیې ټاکنې تر سخت کنترول لاندې درې ورځې روانې وې، چې چا په کې د پوتین په تګلارې او اوکراین سره د هغه د پیل شوې جګړې په اړه ښکاره انتقاد نه شو کولای.

د پوتین سرسخت مخالف الیکسي نوالني تېره میاشت په زندان کې مړ شو او نور منتقدین یې یا بندیان دي او یا په تبعید کې ژوند کوي. یو اویا کلن پوتین په ټاکنو کې د دریو نورو ګوندونو له کاندیدانو سره، چې د کرملین ملګري بلل کېږي، مخامخ و. دغو کاندیدانو په پوتین باندې له انتقاد کولو څخه ډډه کړې. خو د یکشنبې په سهار د روسیې په بېلا بېلو برخو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونو دا خبره جوته کړه چې مسکو له کومو ستونزو سره مخامخ دی.

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د اوکراین ۳۵ بې پیلوټه الوتکې یې وېشتلي، چې ځینې یې مسکو ته نژدې وې. د مسکو ښاروال سرګې سوبیانن وايي چې په بریدونو کې کوم مالي او ځاني زیان رسېدلی نه دی.

په روسیې باندې د لویدیځ له سختو اقتصادي بندیزونو سره سره د دغه هېواد اقتصاد لا هم ښه بلل کېږي. په دې برخه کې تر ټولو زیاته فعاله او اغیزناکه د روسیې د دفاع څانګه بلل کېږي چې شپه او ورځ په بریدونو او د بریدونو په مخنیوي کې بوخته ده.

د روسیې پاشل شوي او وېشل شوي اپوزېسیون له هغو خلکو، چې د پوتین د تګلارو په اړه خوښ نه دي، غوښتي وو چې خپل خپګان او مخالفت د رایو په ورکولو سره څرګند کړي. دا د پوتین د سرسخت مخالف نوالني تګلاره هم وه. د هغه پلویانو د رایه ورکوونکو د اوږدو لیکو ویدیوګانې او تصویرونه خپاره کړي دي. معلومه نه ده چې دا رایه ورکوونکي د نوالني د ایتلافیانو له غوښتنې وروسته راوتلي که په ټاکنو کې د خلکو ګډون زیات و.

په روسیې سربېره، د اوکراین په جلا شویو سیمو کې هم ټاکنې شوې. د یکشنبې تر سهار پورې څه باندې ۶۰ فیصده خلکو، چې د رایې اچولو حق یې لره، رایې ورکړې وې.

په ټاکنو باندې د سخت کنترول سره سره د ځینو پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي. پولیسو په اس ټي، پېټرسبرګ کې یوه ښځه، چې د رایه اچوونې د یو مرکز په دروازې کې لمبه کوونکی بمب اچولی و، نیولې ده. په ځینو نورو برخو کې بیا یو شمېر نور کسان له دې کبله نیول شوي چې د رایو په صندوقونو باندې یې رنګونه پاشلي وو.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمتري مدویدوف هغو خلکو ته د سختې سزا غوښتنه کړې او ویلي دي چې باید په خیانت تورن شي، چې له اوکراین سره د جګړې باوجود بیا هم د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي. ولادمیر پوتین له اوکراین سره جګړه، د لویدیځ په مقابل کې د خپل ژوند او مرګ مسئله بللې ده. دا جګړه اوس درېیم کال ته داخله شوې ده.

په دې وروستیو کې د اوکراین په جګړې کې د روسي ځواکونو پرمختګ ورو شوی او اوکراین بېرته تهاجمي بریدونه پيل کړي دي. د یکشنبې په ورځ د بلګرود والي وویل چې د اوکراین په یو برید کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ وژل شوې او پلار یې ژوبل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG