د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې به هم د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي


روسیې د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین په څلورو سیمو کې سیمه ایزې ټاکنې کړې وې او یو کال دمخه یې له روسیې سره ددغو سیمو د ضمیمه کولو لپاره "ټولپوښتنه" ترسره کړې وه.
روسیې د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین په څلورو سیمو کې سیمه ایزې ټاکنې کړې وې او یو کال دمخه یې له روسیې سره ددغو سیمو د ضمیمه کولو لپاره "ټولپوښتنه" ترسره کړې وه.

مسکو د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰) وویل، د روسیې راتلونکي د ولسمشرۍ ټاکنې به د اوکراین په هغو سیمو کې هم وشي چې کرملین یې تیر کال له روسیې سره د یو ځای کولو ادعا وکړه.

اټکل کیږي چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په دغو ټاکنو کې ولادیمیر پوتین د پنځم ځل دپاره ولسمشر شي.

د انتخاباتو مرکزي کمیسیون ویلي چې د اوکراین په دونیڅک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون کې به رایه اچونه وشي. په دغو سیمو کې روسیه لا تراوسه بشپړ پوځي کنټرول نه لري.

د تاس دولتي خبري اژانس د ټاکنو د کمیسیون د مرستیال نیکولای بلایوف له قوله ویلي چې "دا پریکړه په متفقه توګه تصویب شوې ده."

ټاکنې به د مارچ له ۱۵ تر ۱۷ پورې په دریو ورځو کې کېږي. د کرملین منتقدین استدلال کوي چې په دغو ټاکنو کې د شفافیت تضمین کول به خورا ستونزمن کار وي.

د روسیې د حکومت ډیری سیاسي مخالفان په بند یا جلاوطنۍ کې دي او تمه نه کیږي چې پوتین به پنځم ځل د ولسمشر کېدو په وړاندې له کومې لویې ننګونې سره مخ شي.

پنځو ګوندونو ته اجازه ورکړل شوې چې د لاسلیکونو راټولولو پرته د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته نوماندان وړاندې کړي. دغه ټول ګوندونه د کرملین او په اوکراین کې د پوځي عملیاتو ملاتړ کوي.

اوکراین له نړیوالې ټولنې غوښتي چې "د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د روسیې اقدام وغندي."

کیف پر لوېدیځ غږ کړی، چې ددې کار پر انفرادي مسئولو کسانو بندیزونه ولګوي.

روسیې تر دې مخکې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې انتخابات ترسره کړي وو، چې د کیف او لویدیځ له خوا رد شوې او نتیجې یې باطلې وبلل شوې.

مسکو د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین په څلورو سیمو کې سیمه ایزې ټاکنې کړې وې او یو کال دمخه یې له روسیې سره ددغو سیمو د ضمیمه کولو لپاره "ټولپوښتنه" ترسره کړې وه.

دغه ټولپوښتنه او ټاکنې هم د کيف او لويديځ له خوا وغندل شوې.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په یو اړخیزه توګه د کریمیا ټاپووزمه له اوکراین جلا او د خپلې خاورې ضمیمه کړه او له هغه راهیسې پکې د روسیې ټاکنې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG