د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: کیف باید د اوکراین اشغال شوې سیمې د روسیې د خاورې په توګه ومني


کرملین ویلي دي چې د اوکراین د شخړې حل تر هغه وخته پورې پرمختګ نه شي کولی چې کیف د روسي ځواکونو لخوا نیول شوې سیمې د روسیې د خاورې د یوې برخې په توګه په رسمیت ونه پیژني.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف د سې شنبې په ورځ ډسمبر په دیارلسمه (لیندۍ ۲۲) وویل، اوکراین باید هغه حقایق په نظر کې ونیسي چې په صحنه کې رامنځ ته شوي دي... حقایق ښیې چې روسیه اوس یو نوې قلمرو لري."

پیسکوف دغه راز د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه وړاندیز هم رد کړ چې د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه د روسي ځواکونو د ایستلو په اړه دي. هغه وويل: "د دې واقعیتونو په پام کې نيولو پرته هر ډول پرمختګ ناشونی دی."

روسیې د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړې، که څه هم د روسیې پوځ پر دغو څلورو سیمو بشپړ کنټرول نه لري.

د روسیې حکومت د نومبر په میاشت کې، خپلو ځواکونو ته د خرسون له ځینو برخو څخه د وتلو امر وکړ، که څه هم د دې سیمې لویې برخې لاهم د روسي ځواکونو په کنټرول کې دي.

د کرملین د ویاند له څرګندونو څخه یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر د جي ۷ غونډې ته په وینا کې له روسیې وغوښتل چې د «تیري» د مخنیوي لپاره خپله وړتیا ثابته کړي او د روان کال په کرسمس کې د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي.

د کریملن ویاند د سه شنبې په ورځ، د زیلینسکي غوښتنه رد کړه او وویل: "په دې مسله کې هیڅ پوښتنه پاتې نه ده."

زیلینسکي همداراز له اوکراین سره د لویدیځ د لا زیاتو مرستو او مالي مرستو غوښتنه وکړه. خو پیسکوف وویل چې دا غوښتنې د جګړې د دوام سبب کیږي.

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ ډسمبر په ۱۲ موافقه وکړه چې اوکراین ته د وسلو د برابرولو په بودجه کې ۲.۱ میلیارد ډالر اضافه کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل ویلي دي چې اروپايي ټولنه اوکراین او نورو شریکانو ته د پوځي مرستو په برابرولو کې ژمنه ده.

په همدې ډول، د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي تیري د پیل راهیسې امریکا له کیف سره د ۱۹.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG