د لاس رسي وړ اتصالات

کاسولاپوا: جګړې راڅخه خوښي واخیسته؛ د یوې کونډې شوې اوکراینۍ د ژوند کیسه


سویتلانا کاسولاپوا وايي خوشحاله ژوند یې درلود خو پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته یې په جګړه کې د میړه وژل کیدو هغه د ژوند ناخوالو ته یوازې پرېښوده.

په اوکراین کې په لسګونو زره میرمنې د نارینه وو تر څنګ په پوځ کې د روسیې د یرغل په وړاندې په نظامي او ملکي ډګرونو کې برخه لري. ځینې دا میرمنې چې د خپلو کورنیو او ژوند د بیرته رغولو هڅې کوي، رواني او فزیکي فشارونه زغمي.

سویتلانا د خپلې غمیزې کیسه کوي: "زموږ د واده ۱۵ کلونه په خوښۍ تیر شول. ښه ژوند مې درلود. موږ به د اپریل په میاشت کې غرونو ته د چکر لپاره تللو... خو په یوه ورځ کې له ما څخه هرڅه واخیستل شول."

د ٢٠٢٢ کال د فبروري په میاشت کې روسي ځواکونو د لوهانسک په سیمه کې د سویتلانا پلرنی ښارګوټی ونیو. سویتلانا وايي: "حتی زما د میړه د وژل کېدو وروسته هم روسان راتلل، زه یې د پلټنو لپاره بوتلم، زما ماشومان یې بندیان کړل. زموږ خواړه یې واخیستل."

سویتلانا وايي، له هغه وروسته یې د خپلو دوو ماشومانو سره ژوند په "نه ختمیدونکی عذاب" بدل شو او له تېښتې پرته یې بله لاره نه درلوده.

سویتلانا د ماشا په نوم د یوې مرستندویه موسسې څخه مرسته ترلاسه کړه. دا موسسه په جګړه کې د اغېزمنو شویو ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي.

د دې موسسې کارکوونکې ماریا لیفروزینینا وایي چې د اوکراین میرمنې د سختو ستونزو سره مخ دي او ناهیلې دي.

لیفروزینینا وايي: "دوی ژوند ته لېوالتیا نه لري، دوی نه پوهیږي چې ولې ژوند وکړي. دا هغه څه دي چې دښمن زموږ سره کړي دي. دلته ښځې په فزیکي او رواني توګه ځورول شوي دي."

سویتلانا د رواني روغتیا لپاره روغتون ته لاړه او د رواني صحت له ښه کیدو وروسته يې د نورو اغېزمنو شویو مېرمنو سره مرسته پیل کړه.

نوموړې وايي: "زه اوس د نورو سره مرسته کولای شم په همهغه څېر چې د ضرورت په وخت کې له ما سره مرسته وشوه."

په اوکراین کې جګړې د سوتلانا په څېر د ډیرو اوکراینیو میرمنو ژوند اغېزمن کړی، خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، له خپلو کورنو تېښتې ته اړ شوي او اوس د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG