د لاس رسي وړ اتصالات

نوې څیړنه: اوکراینیان د روسیې تابعیت منلو ته اړ ایستل کیږي


یوې نوې څیړنې چې د متحده ایالاتو په ملاتړ ترسره شوې موندلې هغه اوکراینیان چې د روسیې تر اشغال لاندې سیمو کې ژوند کوي د روسیې تابعیت منلو ته اړ ایستل کیږي.

دغه څېړنه چې د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوهمه (زمري ۱۱مه) خپره شوه، وایي هغه اوکراینیان چې دغه حکم نه مني، د اخراج او زندان په ګډون له سختو سزاګانو سره مخ کېږي.

د یل پوهنتون څیړونکو ویلي دي چې د مسکو د پروګرام د یوې برخې په توګه پر اوکراینیان باندې د صلاحیت د پلي کولو په موخه، د لوهانسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا اوسیدونکي په سیستماتیک ډول په نښه کیږي ترڅو اوکرایني هویت ترې واخیستل شي.

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستن د می په میاشت کې وویل چې مسکو د اکتوبر له میاشتې راهیسې په دغو سیمو کې ۱.۵ میلیونه خلکو ته روسي پاسپورټونه ویشلي دي.

د راپور له مخې، اوکراینیان د هغو فرمانونو په اساس چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لاسلیک کړي تر فشار لاندې نیول کیږي چې روسي پاسپورټونه ترلاسه کړي چې دا "د نړیوال بشردوستانه قانون څخه سرغړونه ده."

په راپور کې راغلي: "په نیول شویو سیمو کې اوکراینیان چې نه غواړي د روسیې تابعیت واخلي، له ګواښونو، ډارونې، د بشري مرستو او بنسټیزو اړتیاوو پر وړاندې محدودیتونو او د زنداني کېدو او یا شړلو له احتمال سره مخ دي - دا ټول د دې لپاره طرحه شوي چې هغوی د روسیې تبعه شئ."

د یل پوهنتون د عامه روغتیا په پوهنځي کې د بشري څیړنې لابراتوار اجرائیوي رئیس نتنیل ریمونډ وویل: "د اندیښنې وړ خبره دا ده چې دا عمل په اصب کې د هاګ او جینیوا د کنوانسیونونو څځه بنسټیزه سرغړونه څرګندوي. دا ډیره پراخه او روانه ده."

هغه زیاته کړه، هغه اوکراینیان چې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي د روسیې د تابعیت له منلو پرته بله چاره نه لري.

ریمونډ زیاته کړه چې ولادیمیر پوتین چې په رسمي ډول د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د اوکرایني ماشومانو په ایستلو او د اوکراین د خاورې په اشغال تورن شوی، د دې کنوانسیونونو څخه د سرغړونې مسؤل دی.

خو کرملین ویلي دي چې د هاګ د محکمې پریکړه "د روسیې او پوتین په وړاندې د ښکاره دښمنۍ نښه ده.

د روسیې د تابعیت د منلو لپآره د اوکراینیانو د مجبورولو راپور د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د تاو تریخوالي د څارنې پروګرام د یوې برخې په توګه تمویل شوي او د یل پوهنتون د عامې روغتیا د پوهنځي د بشري څیړنې لابراتوار لخوا ترسره او خپور شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG