د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر امریکايي رسنیو د بندیز خبرداری ورکړی


متحده ایالاتو د روسیې د "رشیا ټوډې" د تلویزیون پر چلوونکو باندې په دې تور بندیزونه لګولي چې د امریکا د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نفوذ هڅه کوي.
متحده ایالاتو د روسیې د "رشیا ټوډې" د تلویزیون پر چلوونکو باندې په دې تور بندیزونه لګولي چې د امریکا د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نفوذ هڅه کوي.

کرملین د جمعې په ورځ، سپتمبر شپږمه (وږي ۱۶)، خبرداری ورکړ چې د روسیې پر یو تلویزیون باندې د واشنګټن د بندیزونو په ځواب کې په روسیه کې د امریکايي رسنیو په خپرونو بندیز لګوي.

متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ د "رشیا ټوډې (RT)" تلویزیون، چې د مسکو په مالي ملاتړ خپرونې کوي، دوه کارکوونکي احضار کړل او ددې تلویزیون پر چلوونکو یې په دې تور بندیزونه ولګول چې د امریکا د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نفوذ هڅه کوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د ار ای اې نووستي خبري اژانس ته وویل: "متوازن ځواب ممکن نه دی. په متحده ایالاتو کې هیڅ دولتي خبري اژانس او دولتي تلویزیون نشته. خو دلته به د هغوی د رسنیو د خپرونو د محدود کولو لپاره به اقدامات کیږي."

په خپله خبري غونډه کې پیسکوف ددغو بندیزونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اوکراین د جګړې په اړه ددغو رسنیو خپرونو ته به پام کیږي.

هغه وویل: "د هغوی ځینې [رسنۍ] یوطرفه معلومات وړاندې کوي او په بې باکۍ سره غلط خبرونه خپروي. موږ به دا هرڅه په نظر کې ونیسو."

پیسکوف همدارنګه د اوکراین د بحران په ترڅ کې د معلوماتو پر خپرېدو باندې د روسیې کنترول ومانه او د مسکو دا بې ساری سانسور یې پرځای ګام وباله.

هغه له دې وړاندې د روسیې د تاس خبري اژانس ته ویلي وو: "موږ په جګړه کې یو او په دغه وضعیت کې محدودیتونه او سانسور جواز لري."

په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته د مسکو له لورې د خپلواکو خبریالانو په نښه کولو د قانون له کبله، د متحده ایالاتو اکثره رسنیو له روسیې څخه خپل خبریالان ایستي او یا یې د هغوی شمیر کم کړی دی.

یو شمېر لویدیځو هیوادونو د رشیا ټوډې او څو نورو روسي رسنیو خبرونو ته لاسرسی محدود کړی او دغه رسنۍ یې تورنې کړي چې د کرملین په طرفدارۍ تبلیغات خپروي او لیدونکو ته پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه غلط تصویر وړاندې کوي.

په هغو لسو کسانو کې چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت ورباندې د چهارشنبې په ورخ بندیزونه ولګول، د رشیا ټوډې مسئول مدیره مارګریتا سیمونیان او د هغې مرستیاله الیزاویتا بروډسکایا شاملې دي.

واشنګټن پر سیمونیان تور لګولی چې د روسیې د نفوذ زیاتولو لپاره د تبلیغاتو په خپرولو کې "مرکزي" رول لري او بروډسکایا یې تورنه کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې مستقیم راپور ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG