د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې پر اسرائیل باندې د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه


 ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان.
ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اکتوبر پر ۱۵مه (تلې ۲۴مه) له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیل له ملاتړ څخه لاس واخلي او بندیزونه ورباندې ولګوي.

هاکان فیدان د دغه هېواد واکمن ګوند استازو ته د فلسطیني دولت د راتلونکي په اړه په یوه غونډه کې وویل: "موږ د خبرو، ډیپلوماسۍ او نړیوالو سیاستونو وروستۍ حد ته رسېدلي یوو. باید د بندیزونو له لګولو یې پیل کړو."

ترکیې چې په غزه کې د اسرائیل د یو کلن پوځي عملیاتو او په دې وروستیو کې پر لبنان د بریدونو په اړه سختې نیوکې کړې دي، ملګري ملتونه تورن کړي چې د دې شخړو له امله یې پر اسرائیل بندیزونه نه دي لګولي.

فیدان زیاته کړه چې اسرائیل تر اوسه د غزې جګړې د ختمیدو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، دا پدې مانا ده چې "اوس نړیواله ټولنه باید قانوني ګامونه پورته کړي او اسرائیل باید تحریم شي."

نوموړي زیاته کړه، چې اسرائیل په غزه کې د خپلو کړنو لپاره نه اقتصادي، نه سیاسي او نه هم پوځي زیانونه ګالي او دا وضعیت یوازې هغه مهال بدلېدای شي چې نړۍ ورسره خپله مرسته بنده کړي.

فیدان په دې اړه خبرداری ورکړ: "که چیرې موږ دا کار و نه کړو، اسرائیل به په غزه کې نسل وژنې او عام قتل ته دوام ورکړي."

پداسې حال کې چې د نړۍ پام اوس لبنان ته دی، چیرې چې اسرائیل د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډلې باندې خپل بریدونه زیات کړي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ټینګار وکړ، چې په لبنان کې جګړه باید د غزې پر وضعیت زموږ پام وا نه ړوي.

تېره اونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د یو کلنې جګړې په اړه وویل، چې دا وضعیت "د ټولې بشریت لپاره ګډ شرم" دی او له نړیوالو یې وغوښتل چې د اسرائیل د کړنو په وړاندې لاس په کار شي.

که څه هم ځینې اروپایي هېوادونو د اسرائیل پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو وړاندیز کړی، خو په اروپایي ټولنه کې دا ډول وړاندیزونه ډېر لږ اوریدل کیږي، ځکه چې د دې ټولنې ۲۷ غړي د روانې شخړې په اړه د نظر اختلاف لري او پر بندیزونو د موافقې احتمال کم ښکاري.

د حماس ډلې وسله‌والو د تېر عیسوي کال د اکتوبر په اومه د اسرائیل پر جنوب باندې برید وکړ چې له امله یې په غزه کې روانه جکړه پیل شوه. د تائید شویو شمېرو په اساس د حماس په برید کې د یو شمېر یرغمل شویو په ګډون ۱۲۰۵ اسرائیلیان ووژل شول. د حماس ډلې په دغه برید کې ۲۵۰ کسان یرغمل کړل چې شاوخوا ۱۰۰ کسه یې لا هم د دغې ډلې په یرغمل کې دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بریدونو له ۴۲۳۰۰ څخه زیات فلسطینیان چې اکثره یې ملکي وګړي دي، وژل شوي. ملګرو ملتونو ویلي چې دا شمېرې د اعتبار وړ دي.

اردوغان، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو "د غزې قصاب" بللی او هغه یې د نازي جرمني له مشر اډولف هټلر سره پرتله کړی دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG