د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د اسرائیل پر ضد د اسلامي هیوادونو ائتلاف جوړېدو غوښتنه وکړله


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان شنبه سپټمبر اوومه (وږي ۱۷) وویل چې اسلامي هیوادونه باید د اسرائیل"توسعه طلبۍ ګواښ پر ضد" ائتلاف جوړ کړي.

ښاغلي اردوغان دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې چې په لویدیځه غاړه کې اسرائیلي ځواکونو په خټه یوه ترکۍ امریکایۍ میرمن ووژله.

د ترکیې مشر چې د استانبول ښار کې د اسلامي ښوونځیو اتحادیې لخوا جوړې شوې غونډې کې یې وینا کوله وویل، " یوازینی اقدام چې د اسرائیل تکبر، د اسرائیل داړه مارۍ او اسرائیل دولتي ترهګرۍ مخه نیسي، د اسلامي هیوادنو ائتلاف دی".

اردوغان پدې هکله نور جزیات ورنکړل خو تر دې وړاندې یې هم ویلي و چې هیواد یې ښایي د فلسطینیانو سره د مرستې په خاطر په اسرائیل کې هماغه شان مداخله وکړي لکه په تیر کې یې چې په لیبیا او ناګورنو – قره باغ کې کړې وه.

د ترکیې مشر چې د خپل ګوند، عدالت او پرمختګ غړیو ته یې وینا کوله وویل، "مونږ بایډ دیر قوي اوسو چې اسرائیل د فلسطینیانو سره د ملنډو وړ څیزونه ونه کړي. لکه څنګه چې مونږ قره باغ ته داخل شوو او لیبیا ته داخل شوو، مونږ به له هغوي ( اسرئیل) سره عین کار وکړو."

اردوغان په غزې کې حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې پیل راهیسې په دې هکله په تنده لهجه څرګندونې کوي خو دا لومړی ځل و چې هغه په اسرائیل کې دننه د مداخلې خبره کړې وه.

د ترکیې مشر همدارنګه وویل چې د مصر او سوریې سره یې د هیواد اړیکو ښه کیدو هدف د "پراختیا غوښتنېې" پر ضد د همغږۍ جبهې جوړول دي چې هغه په وینا لبنان او سوریې ته خطر پیښوي.

انقره په همې روانې اوونۍ کې د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي کوربه و چې دواړو مشرانو پدې ملاقات کې په غزې کې د جګړې او د اړیکو پراخیتا په هکله خبرې وکړلې.

مصر همدارنګه د قطر او متحده ایالاتو سره په ګډه په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د منځګړي نقش لري.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د جمهور رئیس په څرګندونو سخت انتقاد کړی او هغه یې "خطرناک درواغ او پاریدنه" بللې دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائیل کاتز په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې شواهد وړاندې کړي ویلي چې د ترکیې مشر د کالونو راهیسې د ایرن سره په ګډه کار کوي چې په سیمې کې منځلاري عرب هیوادونه کمزوري کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG