د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان خبریالانو مرکز: طالبانو د ارزو تلویزیون اوه کارکوونکي په مشروط ډول خوشې کړي


د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې دا اوه تنه خبریالان او د رسننیو کارکوونکي به بله اونۍ کابل کې یوې محکمې ته وړاندې شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې دا اوه تنه خبریالان او د رسننیو کارکوونکي به بله اونۍ کابل کې یوې محکمې ته وړاندې شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په کابل کې د ارزو تلویزیون هغه اوه خبریالان او کارکوونکي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست نیولي وو، د جمعې د ورځې ناوخته د ضمانت په وړاندې کولو خوشې کړي، خو ددغه تلویزیون د کابل دفتر لا هم تړلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۱(مرغومې اول) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې دا اوه تنه خبریالان او د رسننیو کارکوونکي به بله اونۍ کابل کې یوې محکمې ته وړاندې شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو تلویزیون د کارکوونکو له خوشې کېدو هرکلی کوي او له چارواکو غواړي چې دا قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړي او پرېږدي چې آرزو تلویزیون پرته له قید او شرط څخه خپل فعالیت بیا پیل کړي".

دغه مرکز په کابل کې د یوې باوري سرچینې د معلوماتو پراساس ویلي چې د کابل ښار د درېیم زون ښاري محکمې په حکم، د ارزو د تلویزیون ټول نیول شوي اووه کارکوونکي د ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) له کابل څخه د نه وتلو او د محکمې په غونډه کې د حاضرېدلو په موخه د ضمانت لیک په وړاندې کولو سره له پلچرخي زندان څخه آزاد شوي دي. د دې سرچینې د وینا پراساس ، د دغو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو محاکمه به یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست او د دغه حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو په ګډه د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۴) په کابل کې د ارزو خصوصي تلویزیون باندې برید وکړ او د څو ساعتونو پلټنو وروسته یې ددغه تلویزیون دروازه مهرلاک کړه.

بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له خوا د ارزو تلویزیون د پلټنې په اړه د یو عیني شاهد له قوله چې په راپور کې یې د نوم له ښودلو ډډه کړې ویلي: "هغوی د کارکوونکو د نوملړ سره راغلل. هغوی کارکوونکي توهین او ورسره ناسم چلند څخه کار واخیست، ګرځنده تیلیفونه، ۶۰ هارډ ډیسک او درې کمپیوټرونه یې ضبط کړل".

په نیول شویو خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو کې د ارزو تلویزیون د کابل دفتر مدیر امان‌الله عظیمي، د تلویزیون وياند، خالد بارکزی، اداري مدیر او د خپرونو جوړونکی امیرحسین عطریان، د تولید مدیر ظهیر فیضي او د تولید څانګې کارکوونکي سمیع احمد بیک، هارون عرفان، او بکتاش رؤفي شامل وو چې د هغوی د نیولو وروسته لومړی د استخباراتو یوې توقیف خونې ته او بیا له هغه ځایه د څرخې پله زندان ته انتقال شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ارزو پر تلویزیون باندې د طالبانو د استخباراتو د ریاست او د امربالمعروف د وزارت د کارکوونکو له خوا د برید وروسته ددغه تلویزیون د دفتر د تړلو پرمهال پر دروازه لیکل شوي چې "دا رسنۍ د غیراخلاقي او مبتذلو سریالونو د خپرولو له امله، تر امر ثاني پورې تړل شوې ده."

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د تلویزیون د تړلو د پریکړې په اړه د ایکس په خپله پاڼه لیکلي وو چې د ارزو تلویزیون دفتر د "اسلامي ارزښتونو د ساتنې" په موخه تړلی او پر دغې رسنۍ یې تور لګولی چې له جلاوطنو رسنیو څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه، په غیر رسمي ډول یې خلک استخدامول او "مبتذل سريالونه" یې خپرول.

د آرزو ټلویزیون یو کارکوونکي افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې ددې تلویزیون د کابل د دفتر د تړل کېدو سره د دې تلویزیون شاؤخوا ۶۰ سلنه خپرونې درېدلې دي، خو په مزارشریف کې د دې تلویزیون د مرکزي دفتر او سټوډیو له لارې په محدود ډول خپرونې دوام لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو له خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي دي چې د استخباراتو او امر بالمعروف د کارکوونکو له لوري پر دې رسنۍ یرغل او د کارکوونکو نیول د دوی د اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې باید نه و ترسره شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز همدارنګه د آرزو ټلویزیون د تړل کېدو دوام او د کارکوونکو مشروطه خوشې کېدل د سیستماتیک فشار او سانسور د دوام نښې بولي او له مسؤولو چارواکو غواړي چې د آزادو رسنیو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي، یاده قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړي او اجازه دې ورکړي چې آرزو ټلویزیون پرته له کوم قید او شرط څخه ژر تر ژره بیا پرانیستل شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو وروستیو اقداماتو ته په کتنې ویلي چې طالبانو په روان ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ عامه او خصوصي رسنۍ تړلي دي.

دغه سازمان د پنجنشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹(لیندۍ ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي راپور ویلي: "د طالبانو په سیاست کې موسیقي، داستان، د ژوندیو موجوداتو تصویرونه او مستند خبرونه د چارواکو له خوا ټول ' تیری کوونکي' محتویات ګڼل کیږي کوم چې په روان کال کې په اوو ولایتونو کې لږ ترلږه د ۱۲ عامه او خصوصي رسنیو د تړلو سبب شوي دي".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF)، ویلي چې په داسې حال کې چې د یوولس تلویزیونو او د یوې راډیو فعالیت په بشپړ ډول بند شوی، درې نورې راډیوي خپرونې په موقتي ډول د تړل کیدو وروسته له هغې ورته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوی چې نور به په خپلو خپرونو کې موسیقي نه خپروي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مسوولې سیلیا مرسیر په دې اړه ویلي: "په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو مفکوروي سختوالي [خبریالانو] د ځپلو څپه چټکه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو پر وړاندې ګواښونه زیات کړي دي. په ځانګړو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز په ځانګړي ډول د تلویزیونو د تړل کیدو لړۍ پراخه کړې ده".

د بې پولې خبریالانو سازمان په دغه راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو د چارواکو له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د پلي کیدو یادونه کړې او ویلي دي چې دا قانون چې د طالبانو د مشر له خوا د روان کال د جولای په میاشت کې توشیح شوی، چې د نورو مسایلو ترڅنګ د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول هم منع کوي. ار ایس ایف وايي چې ددې قانون وروسته د سیمه ییزو چارواکو د لارښوونو پراساس اوه تلویزیونو په کندهار، هلمند، تخار، بادغیس او د ننګرهار په ولایتونو کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو لږ ترلږه ۱۴۱ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي. دغه سازمان ویلي چې یوازې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ۲۵ خبریالان بندیان کړي وو، چې نږدې ۲۵ فیصده یې بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG