د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو خوست کې یوه سیمه ییزه راډیو تړلې او پر بلې راډيو یې بندیز لیرې کړی


د بې پولې خبریالانوسازمان ویلي چې پر رسنیو باندې د طالبانو نوي محدودیتونه کیدای شي له خلکو سره ددغې ډلې هغه فاصله نوره هم پراخه کړي چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو، د ښځو د حقونو او نور اقداماتو له امله رامنځ ته شوې ده.
د بې پولې خبریالانوسازمان ویلي چې پر رسنیو باندې د طالبانو نوي محدودیتونه کیدای شي له خلکو سره ددغې ډلې هغه فاصله نوره هم پراخه کړي چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو، د ښځو د حقونو او نور اقداماتو له امله رامنځ ته شوې ده.

افغانستان کې د امربالمعروف د قانون د پلي کیدو او پر رسنیو د طالبانو د حکومت د بندیزونو په دوام ددغې ډلې د حکومت د خوست ولایتي چارواکو د ژمن په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو دفتر ددغې راډیو په یوې خپرونې کې د موسیقي د غږ د خپریدو له امله تړلی، خو په دغه ولایت کې د غرښت په نوم یوه بله سمیه ییزه راډیو چې د همدغسې کړنې له امله يې تړلې وه پرې لګیدلی بندیز بیرته لیرې کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ نومبر شپږم (لړم ۱۶) په یوه اعلامیه کې د خوست په ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن النمکر د ولایتي دفتر په دې پریکړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د ژمن راډیو دفتر د چهارشنبې د ورځې ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د امر بالمعروف ادارې له لوري تړل شوی دی.

دغه مرکز ویلي: "د افغانستان د خبريالانو مرکز په خوست کې د امر بالمعروف ادارې له لوري د ژمن راډيو د بندېدو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره د دې رسنۍ د فعالیت ودرول د ازادو رسنيو له بنسټيزو حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او په دې اړه د محدوديتونو د سختېدو له بدو پايلو خبرداری ورکوي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه دې لغوه کړي او ژمن راډیو ته دې اجازه ورکړي ترڅو د هیواد د ټولنیزو رسنیو قانون پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي: "ژمن راډيو د یوې سهارنۍ خپرونې په بګرونډ کې چې د یاد ولایت د ورځنیو ټولنېزو مسائلو په اړه یې چمتو شوې وه په ډېره سوکه توګه موسيقي کارولې، چې د امر بالمعروف ادارې یاده کړنه د رسنیزې پالیسۍ څخه سرغړونه بللې او تېره اوونۍ په دې اړه خبرداری ورکړی و."

ژمن په خوست کې دویمه سیمه ییزه راډیو ده چې تړل کېږي، ددې دمخه د غرغښت په نوم یوه بله سیمه ییزه راډیو هم د ورته مسلې له امله د اکتوبر ۳۱ (لړم لسم) د امربالمعروف ریاست په امر تړل شوې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د تیر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په پنځمه نېټه د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ، اطلاعاتو او کلتور، امر بالمعروف او استخباراتو ریاستونو د استازو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې، د موسيقي خپرول - حتی په سوکه توګه د اعلانونو په بګرونډ کې - په بشپړ ډول منع دي.

دغه مزکز ویلي: "د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر سبحان الله اعظم خبرداری ورکړ، که چیرته رسنۍ د موسیقي پر خپرولو د بندیز له حکم څخه سرغړونه وکړي، له دوی سره به داسې چلند وشي، چې له دې وړاندې یې نه وي لیدلی."

ژمن راډیو یوه خصوصي راډیو ده چې اوه کاله وړاندې په خوست کې فعالیت پیل کړی دی. دا راډیو سیاسي، دیني، ټولنیز، ورزشي او ښوونیزې خپرونې چمتو او خپروي او د خوست سربېره د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې هم اورېدل کېږي.

ددې پریکړې دمخه د خوست په ولایت کې د امربالمعروف سیمه ییزو چارواکو دغرغښت په نوم یوه بله سیمه ییزه راډیوهم د راډیویي خپرونو په بګرونډ کې د موسيقۍ د شتون له امله تړلې وه چې د دریو ورځو بندیدو وروسته بېرته پرانيستل شوه.

غرغښت راډیو هم یوه خصوصي راډیو ده چې شپږ کاله وړاندې په خوست کې یې فعالیت پیل کړی دی. دا راډیو د ورځې ۱۸ ساعته خپرونې کوي او خپرونې یې د خوست ولایت سربېره په ګاونډیو ولایتونو لکه پکتیا، پکتیا او د پاکستان هېواد په سرحدي سیمو کې هم اورېدل کېږي.

طالبان په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي په پرله پسې ډول یې پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه زیات کړي دي، چې له امله زیات شمیر رسنۍ تړل شوي او په زرګونو خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته دا محدودیونه لا پراخه شوي دي. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ددې قانون د توشیح وروسته لږ ترلږه په څلورو ولایتونو کندهار، تخار، بادغیس او هلمند کې خبریالان او رسنۍ د ژوندي موجوداتو د عکسونو او تصویرونو له خپرولو څخه منع کړي دي، چې له امله یې په دغو ولایتونو کې سیمه ییزې تلویزیوني خپرونې هم بندې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي چې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرېدو بندیز به په تدریجي ډول پراخوي، ګڼ شمېر ولایتونو کې یې دغه بندیز اعلان کړی او افغان خبریالانو ویلي چې ځینو طالب مشرانو د خپل عکس او یا ویډیو اخیستل منع کړي دي.

د اکتوبر له نیمايي راهیسې دغه وزارت په پرله پسې ډول په ولایتونو کې له خبریالانو سره غونډې جوړې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون له مخې، د ساه لرونکو موجودتو د عکسونو په اخیستلو او خپرولو بندیز په تدریجي ډول پلی کیږي.

د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې، په افغانستان کې پر تلویزیوني خپرونو بندیز وو، خو په ۲۰۲۱ کې ددغه ډلې د بیاواکمن کېدو راهیسې پر تصویري خپرونو بشپړ بندیز ندی لګول شوی.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون له مخې، د ټولنیز ژوندانه او کړو وړو په برخه کې مقررات چې له اسلام څخه د طالبانو د تفسیر له مخې وضع شوي، هم په یومخیز ډول ندي عملي شوي.

خو خبریالانو اندېښنه څرګنده کړې چې کیدای شي د تصویرونو پر اخیستو او خپرولو بشپړ بندیز پلی شي چې په دې توګه به افغانستان یوازینی هېواد شي چې دا ډول یو بندیز پکې عملي کیږي.

په دایکندي‌ کې یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "زه په دې اړه ډیر بد احساس لرم. د عکسونو اخیستل د ژورنالیزم یوه اساسي برخه ده."

دغه خبریال وویل چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له اعلان وروسته په دایکندي کې رسنیو ته د غونډو پرمهال یوازې د غږ ثبتولو ته اجازه ورکول کیږي. هغه اندېښنه وښودله چې "ددغه قانون د بشپړ پلي کېدو سره به د رسنیو ډیر کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي."

په افغانستان کې د تصویرونو په اخیستلو او خپرولو بشپړ بندیز په اړه اندېښنې په داسې حال کې ښودل کیږي چې په کابل کې یو شمېر وزارتونه او حکومتي چارواکي لا هم د انسانانو عکسونه خپروي.

د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا د څانګې مشرې سیلیا مرسیر وویل: "داسې ښکاري چې د طالبانو مشر [هبت الله اخندزاده] او په کندهار کې د هغه نږدې ملګري غواړي چې د طالبانو د ۹۰مې لسیزې تګلاره پلې کړي، هغه مهال چې د ژوندیو شیانو پر تصویرونو بندیز و... خو ځینې طالب مشران ښايي ددغو نویو محدودیتونو سره موافق نه وي."

مرسیر زیاته کړه: "د نویو محدودیتونو وضع کول کیدای شي له خلکو سره [د طالبانو] هغه فاصله نوره هم پراخه کړي چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو، د ښځو د حقونو او نور اقداماتو له کبله ایجاد شوې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG